بېلابېلې لیکنې

اسلام نړیوال دین دی! فرید احمد «مبارز»

اسلام په لغت کي غاړه ایښودلو او تسلیمیدو ته وایي او په اصطلاح کي د الله (جل جلاله) احکامو او اوامرو ته غاړه

اسلام په لغت کي غاړه ایښودلو او تسلیمیدو ته وایي او په اصطلاح کي د الله (جل جلاله) احکامو او اوامرو ته غاړه ایښودل، ھغه منل او عملي کول عبارت د اسلام څخه دي.

په قرآن کي الله سبحانه وتعالی فرمايي: بیشکه! د الله (جل جلاله) په نزد یوازینۍ غوره دین اسلام دی.

که د اسلام څخه مخکي دینو ته پاملرنه وکړو، هر دین به په خپل وخت کي د یو خاص قوم او سيمي لپاره راتلی.

د مثال په توگه: حضرت صالح (َعلیه السلام) د ثمود قوم لپاره راستول سوی وو، حضرت هود (َعلیه السلام) د عاد قوم لپاره راستول سوی وو، حضرت عيسی (َعلیه السلام) د بنی اسرائیلو لپاره راغلی وو، او حضرت یوسف (َعلیه السلام) د مصر د خلکو لپاره راغلی وو، او که چیري به په یوه سیمه کي پیغمبر نه وو، نو د نزدې سيمي د پیغمبر په اطاعت به خلک مکلف وه.

مګر اسلام یو نړیوال او بین المللی دین دی، اسلام په کوم خاص قوم او یا کومي خاصي سیمي پوري تړاو نه لري. اسلام وروستۍ آسماني دین دی، چي تر دې وروسته دې نړۍ ته بل کوم دین نه راځي، نه کوم پیغمبر او نه کوم کتاب راځي.

نو له همدې ځای څخه د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) نړیوال پیغمبر او د ټولي نړۍ د خلکو ستر لارښود او رهبر دی.

د اسلام د راتلو سره ټول پخواني دینونه منسوخ سول،

د نړۍ مروج مذهبونه لغوه او باطل اعلان سول، مګر ددې وړاندې دینونو دا ځانګړتیا نه درلوده، یو د بل لپاره به ناسخ نه ګرځیدی، بلکي یو د بل لپاره تکمیل کوونکی وو، لکه د حضرت عیسی (علیه السلام) کتاب انجیل چي د حضرت موسی (علیه السلام) د کتاب تکمله ده.

د بله اړخه که فکر وکړو اسلام د وخت یوازینۍ غالب، مکمل دین او نظام دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *