افغانستان

اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي ارزښتونو ساتني تر عنوان لاندي کمېسیون جوړ کړ

اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي ارزښتونو ساتني تر عنوان لاندي کمېسیون جوړ کړ.
د دې وزارت د مسؤلینو په وینا، یاد کمېسیون د دې په موخه جوړ شوی چې د اشغالګرو په وړاندي د افغانانو د قربانیو او جهاد له ارزښتونو څخه ساتنه وکړي او یاد فرهنګ راتلونکي نسل ته ولېږدوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ معین، مولوی عتیق الله عزیزی وایي، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ۵۰ بهرنیو هیوادونو په افغانستان یرغل وکړ او د افغانستان په خلګو یې ظلمونه، ناروا او ستم ترسره کړ او په وینا یې، د افغانستان مجاهد ولس د دغو یرغلګرو په وړاندي مقاومت او جهاد ته مخه کړه چې په نتېجه کې یې یرغلونه مات کړل او زیاتوي چې اوس د دې وخت را رسېدلی چې دغه قربانۍ او سرښندني وساتل شي.
د ویلو ده چې د اسلامي امارت د سیاسي چارو کمیسیون د جهادي ارزښتونو د ساتني کړنلاره د ارزوني او مطالعې وروسته تائید او تصیوب کړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *