سرمقالې

افغانان دې له موجوده فرصته پوره ګټه واخلي!

په دې کې شک نشته چې افغان ملت اوس هم له ګڼو ستونزو سره مخ دی، مثلاً حکومت يې په نړۍ کې د هېچا له خوا په رسميت نه دی پېژندل شوی، د يو شمېر ګاونډيو او نورو مغرضو هېوادونو له ګواښونو سره مخ دی، د هېواد پرفضا يې پرله پسې تېری کېږي، د پرديو بې پيلوټه الوتکو او توغنديو تر بريدونو لاندې دی، شتمني يې په ظالمانو توګه ګنکل شوې، پرمشرانو يې سفري بنديزونه او پربانکونو يې محدويتونه لګېدلي، د پاسپورټ او افغاني نوټونو چاپ يې له ستونزو ډک دی، مفسدې او وران کارې ډلګۍ تمويل او تشويقېږي په هره برخه کې له ستر دروغجن تبليغاتي يرغل سره مخ ، د نړۍ په لرو برکې خپاره مسافر او د ننه هېواد کې د ژوند له زياترو سهولتونو بې برخې هم دي، خو له دې ګردو مشکلاتو سره سره بيا هم د تېرو دوو يرغلونو د زمانې په نسبت اوس د لوی ځښتن په فضل اوکرم سره زښته ډېر په ښه اوغوره وضعيت کې دی، اوس د هېواد په ګوټ ګوټ کې له بشپړامنيته خوند اخلي، د پرديو له غلامۍ خلاص هسکې شملې وياړمن ژوند کوي ، د سر ،ناموس ،عقيدې او مال له پلوه هېڅ ډول خطرنه محسوسوي، کاملاً په ډاډه زړه د خپل ژوند چارې پرمخ بيايي او له نېکه مرغه وروسته له درې څلوېښتو کلونو په ړومبي ځل د يو داسې خپلواک ،مرکزي اسلامي او ملي حکومت پرجوړولو بريالي شوی چې د هېواد هېڅ نقطه يې له حاکميته بهر نه ده او نه يې پروړاندې کوم زورواکی ،بدماش او بغاوتګر د مخالفت کولو قدرت او جرئت لري، اوس ټول هېواد له خپل سرو ډلو ټپلو، بغاوتونو، قومي او سمتي ګونديو او تجزيه غوښتونکو بشپړ بې غمه شوی او د خاورې اوخلکو مخصلو خادمانو ته په لاس ورغلی دی. په دې اساس دا نو هغه غوره فرصت دی چې که حکومت او رعيت زړونه او لاسونه سره يو کړي، بې له شکه چې ډېر ژر او په لنډه موده کې به افغان ولس پرځان بسيا، خپلواک ،خوندي او د سوکاله ژوند څښتن شي، واقعيت دادی چې افغانانو ته له ډېرو سختو شپو ورځو وروسته دا وخت يوه ډېره قيمتي او غوره موقع په لاس ورغلی او بايد چې هرې شيبې ته يې په ډېره درنه سترګه وکتل شي او په جدي ډول کار ترې واخيستل شي، په تېره د امارت مشرانو ته خو انتهايی ډر نادر چانس په لاس ورغلی ځکه ښايي په نړۍ کې داسې مثالونه ډېرکم وي چې يو اسلامي تحريک خپل هېواد کې دويمه پلاهم واکمني ترلاسه کړې وي.بناءً موجوده بريمن حالت لکه د حال په ژبه چې وايي د امارت مسوولين دې له خپلې ړومبۍ دورې پند او عبرت واخلي او دويمه کې دې شپه ورځ کار او فعاليت وکړي هيله ده په دې ډول رښتينې خپلواکۍ ته ورسېږي او وګړي يې پرخپل کور بسيا، سوکاله او د پرديو په دروازوکې له ذلت او بدرنګۍ وژغورل شي، د همداسې نېکمرغه ورځو په هيله .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *