مقالی اوتبصرې

افغانستان امن دی!

مفتي حماس انقيادي

بي له شکه چې امن د خدای رحمت دی، او خدای پاك کله چې پر يو چا پيرزوينه کوي له رحمت يې برخمن کوي، امن يوه داسې فارموله ده چې په نوم ساه لرونکي اشياء بي له کوم خوف او خطره د ژوند شپې او ورځې سبا کوي، د ارام ساه اخلي، د خوراك او روزي په پیدا کولو کې کومه ستونزه نه ويني.
دوه لسيزې مخکې افغانستان د نړۍ په نا امنه هيوادونو د ليست په سر کې وو، د وګړو ورځنۍ ژوند ډير په ويره کې وو، يو څوك د ورځې له خوا بازار، کلينیك او پوهنتون ته له ډاره نشوای تلای، عالم محفوظ نه وو، محصل محفوظ نه وو، تجار محفوظ نه وو، ډاکټر محفوظ نه وو، بالاخره مدرسه، مسجد، پوهنتون او عام بازارونه محفوظ نه وو.
د ورځې غلا او اختطاف په هوش کې روان وو، چا له ځانه سره په جيب کې له ډيرې ويرې ۱۰۰۰ افغانۍ نشوای ګرځولای، دلته غلو يو هيوادوال په شل کالدارو هم وژلی، خارج مسافر د سر په بيه وطن ته راتلل، د غلاوو او اختطافونو تر څنګ مرموزې وژنې ډيرې وې، شپنۍ چاپي، ړندې بمبارۍ پريمانه وې، په شپينو چاپو کې بي دريغه هيوادوال شهيدان شول، ودونه بمبار شول، جنازي بمبار شوې، په لومړۍ شپه زوم او ناوي په مرموز ډول شهيدان شول، د وطن د ابادۍ فکرونه په يوه او بله بهانه ورک او ووژل شول، د تور سرو بي عزتي وشوې، خونخوار محبسونه له مظلومو افغانانو ډك
وو.
پاټک سالاري او زورواکي حد نلره، دوه جمهور ريسان وو، دوه يې فرمانونه وو او دوه ځلي افغانان کړيدل او وژل کيدل، واك پردی وو، خاك پردی وو، ځواك پردی وو، مال پردی وو، زمينې او هوايي فضا د بل چا په اختيار کې وه، د افغانانو د سر نويشت بټن د بل چا په جيب کې وه، چا هم د حق لپاره خپله چيغه له ويرې نشوای کولای.
خو کله نه چې پر هيواد د ا.ا تسلط او حاکميت راغی، امنيت تأمين شو، فساد ورک شو، غله په تيښته شول، شرابيان په کډه شول، چاپي ختمې شوې، ړندې بمبارۍ ورکې شوې، محبسونه مات شول، مظلومان ازاد شول، عالم په امن شو، محصل په امن شو، ډاکټر په امن شو، تجار په امن شو، مسجد، مدرسه، پوهنتون په امن شول، ښارونه په امن شول، سفرونه په امن شول، مسافر په امن شول، د افغانانو درنې وينې محفوظ شوې.
د هر هيوادوال سر، مال او عزت محفوظ شو بالاخره په ټول هېواد کې سرا سر امن دی ، هيوادوال د خوښۍ شپې او ورځې سبا کوي له اوسني امنيت خوښ او راضي دي، هر چا ته خپل قسمت او حق رسيږي.
مونږ له اوسني نظام راضي يو!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *