افغانستان

افغانستان او ترکمنستان به د سټنډرډ په برخه کې د همکارۍ یو تړون لاسلیک کړي

شریعت: د سټنډرډ ملي ادارې مسوولینو، پرون (۲۳ وری ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د یادې ادارې د ۱۴۰۱ مالي کال د کړنو او فعالیتونو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.

د یادې ادارې سرپرست ملا فيض الله تمیم په دغه غونډه کې وویل چې د سټنډرډ ملي اداره اوسمهال د سټنډرډ د نړیوالو سازمانونو لکه (ISO)، (SARSO)، (SMIIC)، (ILAC) او (IEC) غړیتوب او د سټنډرډ د نړیوالو سازمانونو په ناستو کې فعال حضور لري.

د تمیم په وینا د سټنډرډ ملي ادارې په هېواد کې د سټنډرډ د فرهنګ د ودې او پراختیا په برخه کې بنسټیز کارونه کړي او تر دې دمه دغې ادارې په ټولیز ډول ۷۷۵ ملي سټنډرډونه او ۶ کوډونه، چې په کې د انجنیرۍ، ښاري پراختیا، ساختماني، لویې لارې، سړک او د پلونو ډیزاین شامل دي تدوین شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په روان کال کې د ۵۸ نورو سټنډرډونو جوړل هم په پام کي لري.

د سټنډرډ ملي ادارې مسوولینو همدارنګه وویل چې څه موده وړاندې یو پلاوی د ګازو او د کیفیت په برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه ترکمنستان هېواد ته لېږل شوی و او د یاد هېواد د سټنډرډ ادارې او اړوندو مسوولینو ورسره د ګډو همکاریو ژمنه کړې او په نږدې راتلونکي کې به په دې برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ یو هوکړه لیک هم لاسلیک شي.

د سټنډرډ ادارې مسوولینو وویل چې په تېر یوه کال کې يې څه د پاسه ۲ میلیارده افغانۍ عوايد راټول کړي، چې د وړم کال په پرتله ۴ برابره ډېروالی پکې راغلی دی.

یادې ادارې د نفتي توکو د کیفیت د تثبیت او معاري کولو په موخه تېر کال هېواد ته د را وارد شوي ۶۰ زره ټانکره نفتي توکي تثبیت کیفیت کړي، چې له دې جملې څخه يې شاوخوا ۱۰۰۰ ټانکره بې کیفته تثبیت او بېرته مسترد کړل شوي دي.

د سټنډرډ ملي ادارې د ساختماني توکو لابراتوار په مرکز او د اسلام قلعه، هرات او تورخم بندرونو کې فعال دي او تېر کال يې ۳۲زره ۴۱۵ بار وړونکي توکي، چې مجموعي وزن يې ۱میلیون ۳۰۱ زره ۶۷۰ ټنه کېږي کيفیت تثبیت کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د سټنډرډ ملي ادارې په نړیوالو بازارونو کې د افغاني محصولاتو ارزښت لوړولو په موخه د مدیریت سیسټمونو او محصولاتو لپاره د کیفیت تصدیق نامې صادرول، د ملي سټنډرډونو تدوین، ترویج او تطبیق، د ډبرو سکرو لابراتوار فعالول، د بې کیفیته توکو د واردېدو د مخنیوي په موخه په بندرونو کې د لابراتوارونو پراختیا، د میټرولوژي لابراتوار فعاله کول او ورته موارد د خپلو راتلونکو موخو او پلانونو په توګه مشخص کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *