لیکنېمقالی اوتبصرې

افغانستان د تروریستانو په مرکز نه؛ بلکې د سیمې د امن په مرکز بدل شوی

د لوګر، پنجشير، سرپل، بادغیس، پکتيکا، جوزجان، بلخ، غور، بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکي د افغانستان په اړه د ځینو نړېوالو رسنیو او هېوادونو منفي تبلیغات، چې ګواګي افغانستان د تروریستانو په ځاله بدل شوی په کلکو ټکو غندي او وایي، چې افغانستان د سیمې په کچه د امن او سولې په مرکز بدل شوی دی.
د دغو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو له باختر آژانس سره د خبرو پرمهال په دې ورستیو ورځو کې د افغانستان په اړه د ځینو نړېوالو رسنیو او هېوادونو منفي تبلیغات، چې ګواګي افغانستان د تروریستانو په ځاله بدل شوی وویل، چې د اسلامي امارت په راتګ سره ټول هېواد کې بشپړ امن دی او ولسونه د پوره امن او اطمنینان په فضا کې خپل ژوند تېروي او هېڅ اندېښنه شتون نه لري.
نوموړي د تېر کوچني اختر ورځو کې د ډاډمن امنیت شتون په تېرو ۴۰ کلونو کې بې مثاله بولي او له نړېوالو غواړي، چې له بې ځایه تبلیغاتو او دسیسو څخه لاس واخلي او دا ولسونه خپل ژوند ته پرېږدي.
همدارنګه دوی دغه راز د افغانستان په اړه د ځینو نړېوالو رسنیو او هېوادونو وروستۍ څرګندونې په کلکو ټکو غندي او وایي، چې په افغانستان کې اوسنی امن په تېرو څو لسیزو کې بې سارې دی او ډېری هېوادونه یې مثال نه شي وړاندې کولی.
دوی زیاتوي، چې اوسمهال په ټولو ډګرونو کې افغانستان د پرمختګ په حال کې دی او ځینې هېوادونه دغه وضعیت نشي زغملی او په همدې موخه منفي تبلیغاتو باندې لاس پورې کوي او زموږ هېواد نړېوالو ته نا امنه ورپېژني. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې څو ورځې وړاندې د امریکا دفاع وزارت څو مغرضانه او له پروپاګند ډک سندونه نشر کړل، چې په کې افغانستان د تروریستانو مرکز نومول شوی وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *