افغانستان

افغانستان د وسپنې پټلۍ له لارې د سیمې له هېوادونو سره وصلېږي

شریعت: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي او د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال او د سوداګراۍ او همګرایۍ له وزیر سریک ژومانګارین سره په کابل کې وکتل.
په سر کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د لومړي وزیر مرستیال او د سوداګرۍ وزیر ته د هرکلي ترڅنګ له افغانستان سره د سوداګرۍ او بشري مرستو په برخو کې له مرستو مننه وکړه او ویې ویل، چې د دې ترڅنګ چې قزاقستان د تجارت او ټرانزیټ په برخه کې له افغانستان څخه ګټه پورته کولای شي په افغانستان کې هم د پانګونې ښه فرصتونه رامنځ ته شوي، چې د قزاقستان سوداګر په کې پانګونه کولای شي.
متقي له دې خوښي څرګنده کړه، چې په تېر یوه کال کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچې زیاتوالی موندلی او تر ۹۰۰ میلیونه ډالرو رسېدلې ده.
نوموړي دغه راز له سریک ژومانګارین څخه وغوښتل، چې افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې بهیر کې لازمې اسانتیاوې راولي.
ورته مهال د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د سوداګرۍ او همګرایۍ وزیر وویل، چې افغانستان سره یې د هېواد اړیکې ډېرې پخوانۍ دي او په سختو وختونو کې يې هم حکومت په کابل کې خپل سفارت ونه تاړه.
سریک ژومانګارین وویل، چې ځان سره یې کابل ته د قزاقستان د سوداګرو یو ګروپ راوړی تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې شي.
نوموړي زیاته کړه، چې پخوا یې هم افغانستان سره بشري مرستې کړي او په راتلونکي کې به هم ادامه ورکړي.
هغه څرګنده کړه، چې افغانستان په سیمه کې د ټرانزیټ له اړخه ځانګړی موقعیت لري چې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د وصل نقطه ده او هېواد یې هڅه کوي، چې افغانستان د رېل پټلۍ له لارې له سیمې سره وصل شي او افغانستان ته نوې سوداګريزې لارې خلاصې شي.
ژومانګارین وویل، دمګړۍ د قزاقستان شرکتونه د رېل پټلۍ په برخه کې له افغانستان سره ګډ کار کوي.
سریک ژومانګارین زیاته کړه، چې د قزاقستان د تجارت د وزیر په توګه یې ټول پام سیمې ته دی او زیاته یې کړه، چې د افغانستان د ټرانزیټ پوټنسیال لوړول د دواړو لوریو مشترکه اړتیا ده.
ده همداراز ژمنه وکړه، چې د افغانستان د سوداګرۍ او بهرنیو چارو وزارتونو په همکارۍ به افغان سوداګرو ته د ویزه ورکړې بهیر کې آسانتیاوې راولي.
په پای کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست یادونه وکړه، چې د افغانستان د حکومت بهرنی سیاست متوازن او اقتصاد محوره دی او د افغانستان له لارې سیمه‌ ییز ټرانزیټ او اتصال د افغانستان د بهرني سیاست په لومړیتوبونو کې ځای لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *