افغانستان

افغانستان د وسپنې پټلۍ له لارې یو شمېر بندرونو سره وصلیږي

د ریاست الوزرا د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې پر اساس به په نږدې راتلونکي کې د بلخ – هرات – کندهار ترمنځ د وسپنې پټلۍ پروژې لومړني کارونه پیل شي چې په بشپړېدو سره به يې افغانستان د وسپنې پټلۍ له لارې له چابهار، عباس او د پاکستان د کراچۍ او ګوادر له بندرونو سره ونښلول شي. د یاد معاونیت دفتر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دغه پروژه ۱۴۶۸ کیلو مټره اوږدوالی لري چې د نهو ولایتونو له ۳۷ ولسوالیو څخه تېږي او په بشپړېدو سره به یې سیمه‌ییز اتصال رامنځ‌ته او د افغانستان له لارې د سیمې ټرانزیټ ډېر شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *