سرمقالې

افغان ولس په تبلیغاتي، اقتصادي او جاسوسي جګړه کې ښکېل دی!

په دې کې هیڅ شک نشته چې موږ ترڅه دپاسه څلورو لسیزو بې مثاله قربانیو وروسته  ایله په دې وتوانېدو چې د خپل هېواد لرو برو او ټوله خاوره د پردیو جنګې ځواکونو له تاړاکونو، چاپو او پلټنو خلاصه، ګډوډي او فساد ختم او ګرد سره ملکي او نظامي ادارې ایکي یوه مرکزي نظام پورې وتړو. افغان ولس د همدومره لاس ته راوړنې بدل کې انتهایي درنه بیه پرې کړې او بې شانه کړاوونه یې زغملي دي. دا چې په یاده موده کې د وارسا او ناټو دواړو ځواکمنو لښکرو سره زموږ مېړنیو شازلمو تر هغه بریده سختې او خونړۍ جګړې پرمخ بوتلې چې اخر پای یې له دې خاورې په شړلو مجبور او ګرده نړۍ کې بې حیثیته کړل، طبیعی ده چې اوس به یې زموږ پر خلاف زړونو کې دحسد او کینې سختې لمبې بلې وي. اوس موږ همدومره خپلواکي ترلاسه کړې او هر با احساسه وطنپال افغان په همدې سره ویاړي او همدا یو ستر پت او عزت ګڼي. خو بل لورته له دې حقیقته هم څوک سترګې نه شي پټولی چې دا کړېدلی ملت لا هم د ټولو غرضي هېوادونو په سخته تبلیغاتی، اقتصادي او جاسوسي جګړه کې ګیردی. دا جګړه سخته په شدت روانه ده. ځکه له یوې خوا همدغو کینه کښو هېوادونو خپل ټول تبلیغاتی ماشین ته افغان ولس په هدف کې ورکړی چې شپه – ورځ یوازې منفي ټکي، ښکرور دروغ او لمسوونکي بیانونه خپروي، بل پلویې زموږ د اقتصادي بسیاینې او پرمختګ د مخنیوي لپاره بندیزونه لګولي او شتمني یې را کنګل کړې او بل لور ته یې داسې پټه استخباراتي جګړه شروع کړې ده چې د اجرتي قاتلانو پرمټ زموږ امنیت ګواښي. مثلاً اختطافونه کوي، په مذهبي مراکزو، جوماتونو او  تعلیمي ادارو کې بې رحمه چاودنې کوي او د مهمو شخصیتونو په ترور پسې لګیا دي. دغه تخریبکاره ډله اوس مهال د بهرنیانو له همیانۍ دڅو ناچیزه پیسو ټکو ګټلونه پرته بله هیڅ کومه اجندا او داعیه نه لري، خو باداران یې بیا د ازادۍ او بشري حقونو لپاره یوه مقدسه ملي مبارزه بولي. مطلب دا چې هر بادرده  او پر هېواد او ملت خوږمن مسلمان افغان باید کلک باوري اوسي چې پروړاندې یې د پرله پسې کار، جدیت، اخلاص او صبر خورا لوړ پېچومي پاتې دي. نو ترهغه چې یادې لوړې – ژورې یې نه وي وهلې او د ځان بسیاینې لپاره یې بشپړ کار او هڅه هاند نه وي کړی، نه به نړیوال د سړیتوب په سترګه ورته وګوري، نه به یې پت او ناموس خوندي شي او نه به د پردیو له احتیاجه خلاص. بنا پردې اوس وخت راغلی چې ملا، طالب، استاد، سیاستوال، ملک، مخور او هر ټولنیز  او مسلکی شخصیت د موجوده لاس ته راغلې خپلواکۍ قدر وکړي، د نظام د اصلاح او استحکام لپاره ګټورې مشورې ورکړي او د ملی ګټو د ساتنې لپاره بشپړ جدیت څرګند کړي. همدا رنګه بله ضروري خبره داده چې باید ټول مشران او کشران له وړو او فرعي مسایلو تېر او د غټو او مهمو مصالحو لپاره کار وکړي. په کار ده چې زموږ د ټولنې د هرې طبقې غړي  دا واقعیت هیڅکله له یاده ونه باسي چې موږ خپله دینداري، ناموس داري او خپل پت و عزت یوازې د هېواد په خوندیتوب، خپلواکي – سوکالي او له پردیو د استغنا په صورت کې ساتلی شو، نه د موجوده پرېشانۍ او بې وزلۍ په حالت کې. نو راځئ له هوسونو تېر شو، هر یو خپل ځان لا هم د جګړې په نویو سنګرونو کې محاصره وګڼو، شپه  – ورځ د خپلو بې شمېره دښمنانو د شیطانی دسیسو او د جالي پلانونو د شنډولو لپاره فکرو سوچ وکړو او د غوره اغېزناکو تدابیرو په چمتو کولو سره له موجوده ستونزو ځان او هېوادوال وژغورو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *