افغانستان

اقتصادي مرستیال: د بخش آباد بند د چارو بشړولو کې له ټولو امکاناتو ګټه اخلو

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند او د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور پرون د بخش آباد بند د تونلونو جوړولو چارو پرانیسته وکړه.
د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال وویل: بخش آباد بند د فراه ولایت لپاره یوه مهمه او حیاتي پروژه ده او موږ په ټول توان د دې پروژې په بشپړولو کې د فراه ولس ترڅنګ ولاړ یوو. دا وعده یوازې په الفاظو کې نه کوو، بلکې په ډېر اخلاص سره به یې چارې په عمل کې بشپړې کړو.
ملا برادر آخوند زیاته کړې ده: اسلامي امارت د فراه ولسونو د ستونزو حل د خپل ځان مسئولیت ګڼي، موږ باید تېر کال هڅه کړې وی چې سږ کال مو د دغه بند اوبه ذخیره کړې وی او ضایع شوې نه وای؛ خو اسلامي امارت ته د افغانستان ډېرې ستونزې په میراث ورپاتې دي، چې د ټولو حل په یو وخت کې ممکن نه دی.
هغه څرګنده کړې ده: د افغانستان اقتصادي زیربناوو بیارغونه ډېر کار ته اړتیا لري او په جدي توګه مو هڅې پیل کړي چې په اقتصادي ډګر کې د ښو تحولاتو شاهدان و اوسو.
اقتصادي مرستیال زیاتوي: د فراه ولسونو د اسلامي نظام د راتلو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي، دا اوس زموږ مسئولیت دی چې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړو او هغه لویې پروژې ورته بشپړې کړو، چې د دوی اقتصادي ستونزې پرې حل کېدای شي.
ملا برادر آخوند ویلي چې د بخش آباد بند د پاتې چارو د بشپړولو په برخه کې به له شته امکاناتو څخه استفاده وشي او له قراردادي شرکت څخه غوښتي چې په اخلاص او امانتدارۍ سره ورسپارل شوې چارې بشپړې کړي.
هغه ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت مسئولین، د هېواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره صادق او ژمن دي، له هېوادوالو څخه هم غوښتنه کړې چې د هېواد په بیارغونه کې له خپل حکومت سره اوږه په اوږه ودرېږي.
د یادونې وړ ده چې د بخش آباد بند له ښي لوري د ۵۰ کیلومتره او له چپ لوري د ۵۲ کیلومتره کانال په لرلو د ۶۸ زره او ۵۹۰ هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري چې پیل شوې چارې به یې په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *