افغانستاناقتصاد او رغونه

الکوزی: ایران سره سوداګریزه راکړه ورکړه نوره هم زیاته شوې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي، چې له ایران سره د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه نوره هم پراخه شوې ده او اوس مهال ایران په کال کې افغانستان سره د شاوخوا دوو میلیاردو ډالرو په ارزښت سوداګري کوي. نوموړی دغه راز وايي، چې د تېرو کلنو په پرتله له پاکستان څخه افغانستان ته واردات ډېر کم شوي، ځکه د افغانستان په بازارونو کې د خلکو د اخیستلو د توان کم شوی او خلکو سره د پیسو د نشتون له امله په بازار کې تقاضا هم کمه شوې ده. الکوزی وايي، چې د ډالرو پر وړاندې د پاکستانی روپۍ د ارزښت کمېدو په هغو سرحدي سیمو کې پر افغانانو هم ډېره ناسمه اغېزه کړې، چې لا هم په راکړه ورکړه کې د افغانیو پرځای پاکستاني روپۍ کاروي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *