الکوزی: د پاکستان اقتصادي رکود د افغانستان پر سوداګرۍ منفي اغېز کړی
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په پاکستان کې اقتصادي رکود د دې هېواد او د افغانستان پر سوداګرۍ منفي اغېز کړی دی. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، له پاکستان سره د افغانستان صادرات او واردات نږدې درې مېلیارډ ډالرو ته رسېدل، خو دمګړۍ دغه کچه کمه شوې ده. د دې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی ټینګار کوي چې له پاکستان سره د افغان سوداګرو سوداګریزه راکړه ورکړه د کلدارو له سقوط سره ورځ په ورځ کمېږي. په وروستیو میاشتو کې پاکستان له اقتصادي رکود سره مخامخ دی. اوسمهال دغه هېواد له ۳۱ سلنه ډېر اقتصادي تورم سره مخ دی او دې مسلې د دې هېواد وګړي له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ کړي دي. د راپورونو پر بنسټ، په پاکستان کې د اقتصادي کړکېچ له امله د امریکايي ډالر پر وړاندې د دې هېواد د روپۍ ارزښت په بېساري ډول راټېټ شوی او پهدې هېواد کې د توکو بيې هم لوړې شوې دي.