افغانستان

امریکا: افغان کډوالو سره د ناسم چلند په اړه پاکستان سره خبرې کوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په پاکستان کې له افغان کډوالو سره په روان چلند له پاکستاني حکومت سره خبرې کوي. د دې وزارت ویاند نېډ پرایس پرون په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د نامناسبې رویې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، امریکا په دې اړه له پاکستاني لوري سره په منظم ډول د خبرو په حال کې ده. پرایس له ټولو هېوادونو غوښتي چې له افغانانو سره د کډوالۍ د نړیوالو اصولو پر بنسټ مناسب چلند وکړي او دوی که هر ځای وي، له ځورولو او شکنجې یې باید لاس واخیستل شي. دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس د پاکستان په زندانونو کې سلګونه افغانان چې ښځې او ماشومان هم په کې شته، بندیان
دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *