افغانستانمرکې

امر بالمعروف وزارت د ټولنې د اصلاح تر څنګ؛ د خلکو شکاياتو ته جدي توجه کوي د امر بالمعروف وزارت له ویاند ښاغلي عاکف مهاجر سره ځانګړې مرکه

امر بالمعروف د اسلامي نظام ځانګړتيا ده. د اسلامي نظام د ظرفيت او تمدني جانب څرک بايد په کې له ورايه وبريښي. که نظام د امر بالمعروف او نهی عن المنکر عمق ته ونه ګوري او خپل تر ټولو هوښيار او ځيرک افراد په کې ونه ګوماري، د اسلامي نظام يو ډېر مهم اصل به ضايع شي

امر بالمعروف د اسلامي نظام ځانګړتيا ده. د اسلامي نظام د ظرفيت او تمدني جانب څرک بايد په کې له ورايه وبريښي. که نظام د امر بالمعروف او نهی عن المنکر عمق ته ونه ګوري او خپل تر ټولو هوښيار او ځيرک افراد په کې ونه ګوماري، د اسلامي نظام يو ډېر مهم اصل به ضايع شي.

قرآن کریم کې الله تعالی فرمایي!

[سوره آل عمران 110] ژباړه: تاسو بهترینه امت یاست چی ایستل شوی یئ لپاره د خلکو، تاسو امر بالمعروف کوئ او نهي عن المنکر کوئ، او په الله باندې ایمان لرئ، او که چیري اهل کتابو ایمان راوړئ وای، نو د دوی لپاره به ډیره ښه وای، د دوی څخه ځیني مسلمانان دي، خو اکثره یې
کافران  دي زمونږ خبریال حسن خان اتل په دې اړه، چې امربالمعروف په ټوله کې څومر تشکیل لري؟ په کوم برخو کې دوی خپل مختسبین لري؟  له عام ولس یې چلند څنګه دی؟ او دې ورته نورو پوښتنو د جواب موندلو لپاره یې د امربالمعروف له ویاند عاکف مهاجر سره مرکه کړي ده.

مرکه لومړۍ پوښتنه: د امر بالمعروف وزارت تشکيل څومره دی، ايا په ټولو ولاياتو او ولسواليو کې حضور لري؟ په پوځ، پوليسو استخباراتو او نورو ملکي ادارو کې هم د امر بالمعروف محتسبين فعاليت لري، که نه؟

ځواب: د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ټول تشکيل شاوخوا اته زرو ته رسيږي. د امربالمعروف وزارت درې برخې لري: ملکي امر بالمعروف، نظامي امر بالمعروف او د شکاياتو اورېدلو برخه. ملکي امر بالمعروف کې موږ تر ډېره حده له توصيې څخه کار اخلو او هڅه کوو چې په نرمه ژبه د اصلاح او دعوت چارې تر سره کړو. البته؛ که محرمات وي، په هغو کې بيا هيچا سره هم تساهل نه کيږي. دوهم دا چې په نظامي برخه کې موږ نسبتاً جدي يو، ځکه چې د حکومت اصلاح کول د ملت د اصلاح سبب کيږي، نو موږ په نظامي برخه کې ډېر جدي يو. همداراز دريمه برخه د شکاياتو ده، شکايات په درې ډوله دي: د ملکي خلکو شکايت په ملکي خلکو باندې، د دې مسؤليت د محکمې پر غاړه دی، د نظامي افرادو شکيات له نظاميانو څخه، د دې لپاره نظامي محکمه شته او دريم دا چې که دولتي افراد له عام ولس سره ناوړه چلند کوي، نو د هغوی د شکايت مرجع موږ يو او هڅه کوو چې مخنيوی يې وکړو.

د امر بالمعروف وزارت په ټولو ولاياتو کې رياستونه او په ولسواليو کې آمريتونه لري، چې د عامو خلکو او دولتي افرادو د اصلاح او د خلکو د شکاياتو اورېدلو مسؤليت پر غاړه لري.

دوهمه پوښتنه: له عام ولس سره د امر بالمعروف د محتسبينو چلند څه ډول ارزوئ؟ ځينې خلک د محتسبينو له سخت چلند څخه شکايت کوي، ايا داسې کميټه لرئ، چې د محتسبينو چلند وڅاري؟

ځواب: عموماً له عام ولس سره د امر بالمعروف د محتسبينو چلند د توصيې له لارې دی. الحمدلله؛ افغانان مؤمن او متدين خلک دي، فقط توصيه ورته کفايت کوي، چې په دې وپوهيږي چې دا يو منکر کار دی، نو خپله ترې منع کيږي. د امر بالمعروف محتصبينو ته مو هدايت دا دی، چې خلکو سره ښه چلند کوئ او په پوره حکمت سره خپل کار تر سره کوئ، تاسې داعيان ياست او بايد د رسول الله صلي الله عليه وسلم او صحابه کرامو رضي الله عنهم په تګلاره عمل وکړئ. د محتسبينو د روزنې لپاره د «اصلاح او تربيت» ځانګړی رياست لرو، چې هغه د محتسبينو چلند ارزوي او د هغوی د روزنې لپاره منظم درسونه وړاندې کوي.

دريمه پوښتنه: د امر بالمعروف ټولو محتسبينو ته خپل يونيفورم توزيع شوی، که دا پروسه لا نيمګړې ده؟ ځينې ځايونو کې له خپل يونيفورم پرته محتسبين فعاليت کوي، چې خلکو ته يې پېژندل سخت وي.

ځواب: هو! په ټول هېواد کې د امر بالمعروف وزارت محتسبينو ته خپل رسمي يونيفورم توزيع شوی دی. البته؛ کوم محتسبين چې له خپل يونيفورم پرته فعاليت کوي، هغوی ته مو هدايت دا دی، چې خپل يونيفورم حتماً واغوندي، تر څو د امر بالمعروف له نامه څخه بل څوک سوء استفاده ونه کړي.

البته؛ که د نورو دولتي ادارو اشخاص د امر بالمعروف د محتسبينو په چارو کې مداخله کوي، موږ يې خپلو اړوندو ادارو ته ور معرفي کوو، تر څو بيا ځل زموږ په چارو کې مداخله ونه کړي. لکه څرنګه چې په دې اړه د امير المؤمنين حفظه الله فرمان هم توزيع شوی، چې هيڅ دولتي اداره بايد د بلې ادارې په چار کې مداخله ونه کړي.  که بيا هم د امر بالمعروف له محتسبينو پرته، نورو دولتي کارکوونکو د امر بالمعروف په نامه له خلکو سره ناوړه چلند کاوه، درانه هېوادوال کولای شي، چې ياد اشخاص زموږ د شکاياتو اورېدلو کميسيون ته معرفي کړي.

څلورمه پوښتنه: تاسې د شکاياتو اورېدلو اداره هم لرئ، په تېر يوه کال کې مو د خلکو څومره شکاياتو ته رسيدګي کړې؟

ځواب: د شکاياتو په اړه مو مخکې هم يادونه وکړه، د امر بالمعروف وزارت د شکاياتو اورېدلو ځانګړې اداره لري، چې په دولتي افرادو او ادارو د عام ولس شکايات څيړي. موږ له تېرو شپږو مياشتو راهيسې په مرکز او ولاياتو کې تقريباً (۵۰۰۰) شکايات اورېدلي، چې ځينې يې د موبايل له لارې او ځينې يې په مکتوبي بڼه تر موږ رارسېدلي، چې تر ډېره ورته رسيدګي شوې.

پنځمه پوښتنه: څوک چې تاسې ته شکايت وکړي، تر کومه حده يې تعقيبولی شئ؟ ايا پر محکمو باندې مو هم زور بر دی؟

ځواب: د امير المؤمنين حفظه الله له لورې زموږ د شکاياتو اورېدلو ادارې ته ډېر زيات واک ورکړل شوی، له وزيرانو نيولې تر عادي دولتي کارکوونکو پورې، که هر چا د دوی له ناوړه چلند څخه شکايت درلود، کولی شي زموږ د شکاياتو کميسيون ته مراجعه وکړي. موږ په ډېره شفافه توګه ټولو شکاياتو ته رسيدګي کوو، آن که هغه شکايت په محاکمو باندې هم وي.

زموږ د شکاياتو اورېدلو کميسيون شمېرې: ۰۷۹۹۷۴۳۰۰۸ / ۰۷۶۶۶۱۹۱۹۴/ ۰۷۰۰۷۷۰۶۳۰ او ۰۷۰۴۶۹۳۸۷۱

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *