تاریخ او جغرافیهلیکنې

اندلس؛ زموږ د تیر برم او تاریخ یو زرین یادګار!

زموږ نوی نسل به د دنیا د جنت «اندلس» له نوم او تاریخ سره ډیر لږ اشنا او بلد وي، د هغه اندلس سره چې مسلمانانو پرې نیږدې اته سوه کاله یو داسې حکومت وکړ چې ساری یې په نړۍ نه لیدل کیږي، هغه اندلس چې د تمدن او فرهنګ یوه نمونه وه، هغه اندلس چې د خپل وخت او دور د علم او عرفان یو ستر مرکز و، د اندلس د هغه اته سوه کلن حکومت چې په خپل حاکمیت کې تر عروجه رسیدلی و، په علم، صنعت، طبابت او معمارۍ کې یې سیال نه و، هلته که یو طرفته د جهاد او حکومتولۍ درس شهرت موندلی و؛ نو بل طرفته به د طبابت، هندسې او نورو پرمختګونو درسونو د خلکو توجو راجلب کړی وه.

زموږ د تاریخ زرین باب اندلس نن په هسپانیه او اسپین مشهور دی، چې یوه برخه یې پرتګال هم دی، د اروپا په جنوب لویدیځ کې پروت د دغه هیواد شمال خواته فرانسه او لویدیځ خواته پرتګال، چې هغه وخت د اندلس یوه برخه وه، پروت دی، د اندلس جنوبي ساحل خواته د روم بحیره په یو تنګي بدلیږي چې د جبل الطارق په نوم یادیږي او بل طرفته یې د افریقا نیمه وچه پیلیږي چې مراکش هیواد هم پکې راځي.

مسلمانانو دا سیمه د اموي خلیفه ولید بن عبدالملک په دوره کې د موسی بن نصیر او د طارق بن زیاد په مشرۍ په ۹۲ هجري کال کې د سختو قربانیو او جګړو وروسته فتحه او دا سیمه د اموي خلافت یو ولایت وګرځوله، خو د عروج دور یې بیا د اموي خلیفه عبدالرحمن الداخل او بیا له هغه وروسته دویم او دریم خلیفه په دوره کې پیل او د اسلامي تاریخ ستر او لوی تمدن په کې پداسي وخت کې ښکاره شو چې ټوله اروپا د منځنیو پیړیو په تیارو کي ډوبه وه.

مسلمانانو په اندلس باندې پوره اته پیړۍ حکومت وکړ، اروپا ته یې په هغه وخت کې د اسلام مدنیت ورښکاره او اروپایانو د اندلسي استادانو شاګردي خپل افتخار ګاڼه، «چې دوی د پخپلو کې په اخ و ډب سره اخته او د جهل په تاریکیو کې ورک وه» د اندلس پوهنتونونو ته یې خپل بچي د درس او عصري علم د ترلاسه کولو لپاره استول او بیا به یې پخپلو کې دا فخرا ویل چې زما بچی د اندلس په قرطبه او فلان پوهنتون کې درس وایي، لکه: نن چې خلګ د لندن د کیمبرج او امریکایي پوهنتونونو کې پر درس ویلو فخر کوي.

د اندلس تاريخ که له یو اړخ موږ ته د عروج او زوال کيسې کوي، خو له بل طرف په منځنۍ پیړۍ کې د مسلمانو ساينس پوهانو د پام وړ لاسته راوړنې هم راښايي او تر څنګ یې موږ ته دا حقيقت هم راښايي چې د اوسني علمي پرمختګ بنسټونه په حقيقت کې د منځنۍ پېړۍ مسلمانو پوهانو دي او دا هم یو روښانه حقیقت دی چې د اندلس ساينس پوهان په هيڅ صورت د بغداد له مسلمانو ساينس پوهانو څخه شاته نه وو.

اندلس زموږ د تاریخ یو زرین باب او یادګار ځکه دی چې هلته دیني او عصري علوم تر خپل عروجه رسیدلي وه، هلته که یو طرفته د فقه او تفسیر لوی لوی پوهان وزیږیدل، خو بل طرفته د ساینس، طبابت، علم هيئت، تاریخ، فلسفې او نورو علومو ستر ستر بحرونه هم وروزل، هلته مسلمانانو علم یواځې د اسلام او مسلمانانو میراث ونه ګرځولو؛ بلکې د دوی په مدرسو او پوهنتونونو کې به د یورپ او نورې نړۍ کفارو هم درسونه ویل او پوهه به یې ترلاسه کوله.

زرین یادګار ځکه ورته ویلی شو چې د منځنیو پیړو ډیری مشهور شخصیتونه د اندلس سره تړاو لري، چې د نمونې په توګه د یو څو دلته یادونه کوو، چې د قرآن عظيم مفسر امام شمس الدين قرطبي، مشهور سياح ابن بطوطه او ابن جبير، د جراحۍ اختراع کونکی او د سترګو متخصص ابو القاسم الزهراوي، پېژندل شوی فیلسوف او طبیب ابن باجه، د د فلسفې او ستر عالم او حکیم ابن عربي، ستر فیلسوف او طبیب ابن رشد، د ستورو پیژندونکی ستر اسلامي عالم ابو اسحاق الزرقالي او ابو اسحاق البتروجي، چې د هغه وخت باطل نظریات یې په ښه شکل سره باطل ثابت کړل، د تاریخ او ټولنپوهنې امام ابن خلدون، مشهور فزیک پوه یونس الحراني، مشهور جغرافيه پوه او ستورپوه شریف الادریسی، د الوتکې او لویو کښتیو اختراع کوونکی عباس ابن فرناس، مشهور طبیب ابن الهیثم، او ستر د ستورو پیژندونکی نصیرالدین طوسی او یو شمیر نور علمي او ادبي شخصیتونه د هسپانیې په لویه خاوره کې وه، چې د دیني او عصري علومو ستر بحرونه وه.

حماد افغان شیرزاد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *