بېلابېلې لیکنېلیکنې

انځر د معدې تیزابیت له منځه وړې

وچ انځر چې یوه په زړه پورې او ګټوره میوه ده. او د دې میوې خوړل د انسان د روغتیا لپاره تر ټولو ګټور او اړین دي. او دا میوه میرمنو او نارینو دواړو ته خورا ګټوره ده، په ځانګړې توګه دا د اومیندوارو میرمنو لپاره خورا ګټوره ده. د طبي علوملو د معلوماتو له مخې چې په وچ انځر کې منرالونه او هورمونه دواړه شته دی. چې دا د مور په بدن کې د ماشوم لپاره زیان څخه مخنیوي کوي. او د هاضیمې سیستم لپاره تر ټولو غوره او ګټور بلل کېږي، د معلوماتو پر بنسټ چې انځر د معدې تیزابیت له منځه وړې.
په ورته مهال ویل کېږي چې انځر همدغه راز د زړه له ناروغۍ څخه هم مخنیوي کوي. د زړه ناروغې یوه خطرناکه ناروغې ده او دا ناروغې مرګونې پایلې لرلی شي نو پر همدې اساس فینول ، اومیګا 3 او اومیګا فیټي اسیدونه کولی شي، چې ستاسو د زړه له ناروغۍ څخه مخنیوي وکړي. په ورته ډول انځر د اعصابو او فزیکي انرژۍ لپاره هم تر ټولو غوره منبع ده. وچ انځر د بدن انرژې زیاتوي او د بدن فزیکي وړتیا او ښه فعالیت لپاره تر ټولو اړین وچ انځر دي او د دې نه خوړل مو د ژر ستړې کیدو لامل کېدلی شي.
دا یوه هغه وچه میوه ده چې د بدن وزن کمولی شي او د بدن میتابولیزم ته طبیعي وړتیا ورکوي او کولی شي چې ستاسو د بدن وزن کم کړي. مګر له شیدو سره د وچ انځر خوړل بیا ښایې د چاغوالي لامل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *