لیکنېمقالی اوتبصرې

اوس څــه په کار دي!؟

هو! جهادي مشرانو یو غوره نظام او حکومت جوړ نشو کړای او د پېښور د څمکنیو دارالایتام  کې چې کومه نسخه ورته لیکل شوې وه، د هغه عملي کول یې پېل کړل، نو هغه د پلي کېدا وړ نه وه؛ ځکه خو خپلمنځي جګړې پېل شوې. نو په نتیجه کې هسې کړنې ترسره شوې چې مقدوني سکندر، چنګیز، ګوډ تېمور، انګرېز او شورویانو نه وې ترسره کړې. ولې د مجاهدینو په (دولت اسلامي افغانستان) کې کلي په کلي، کوڅه په کوڅه پاټکونه واچول شول، د هر افغان سر و مال، عزت او ناموس په خطر کې ولوېده. له ښځو سینې پرې شوې، د مړیو نڅاوې ترسره شوې، مېخونه د انسانانو په سرونو کې ټکوهل شول او له ۷۰ کلنو سپينږیرو سره بدکاري وشوه. د مسلمانو خویندو عزتونو لوټ شول، په هلکانو نکاح ګانې وتړل شوې. نو لوی رب جل جلاله بیا هم رحم وکړ او د طالبانو اسلامي غورځنګ یې راپيدا کړ چې هغو په فتوحاتو پېل وکړ او ان د هېواد پلازمېنه یې تر ګوتو کړه. اسلامي شریعت یې نافذ او سرتاسري امنیت یې ټينګ کړ، نو د ګاونډيانواو د ختیځ او لویدیځ، لرې و نزدې دښمنانو په ګېډو کې دردونه پېل شول او د افغانستان د اسلامي امارت خلاف یې په دسیسو لاسونه پورې کړل.

لیکنه: راشد عظمت / وروستۍ برخه

هو! جهادي مشرانو یو غوره نظام او حکومت جوړ نشو کړای او د پېښور د څمکنیو دارالایتام  کې چې کومه نسخه ورته لیکل شوې وه، د هغه عملي کول یې پېل کړل، نو هغه د پلي کېدا وړ نه وه؛ ځکه خو خپلمنځي جګړې پېل شوې. نو په نتیجه کې هسې کړنې ترسره شوې چې مقدوني سکندر، چنګیز، ګوډ تېمور، انګرېز او شورویانو نه وې ترسره کړې. ولې د مجاهدینو په (دولت اسلامي افغانستان) کې کلي په کلي، کوڅه په کوڅه پاټکونه واچول شول، د هر افغان سر و مال، عزت او ناموس په خطر کې ولوېده. له ښځو سینې پرې شوې، د مړیو نڅاوې ترسره شوې، مېخونه د انسانانو په سرونو کې ټکوهل شول او له ۷۰ کلنو سپينږیرو سره بدکاري وشوه. د مسلمانو خویندو عزتونو لوټ شول، په هلکانو نکاح ګانې وتړل شوې. نو لوی رب جل جلاله بیا هم رحم وکړ او د طالبانو اسلامي غورځنګ یې راپيدا کړ چې هغو په فتوحاتو پېل وکړ او ان د هېواد پلازمېنه یې تر ګوتو کړه. اسلامي شریعت یې نافذ او سرتاسري امنیت یې ټينګ کړ، نو د ګاونډيانواو د ختیځ او لویدیځ، لرې و نزدې دښمنانو په ګېډو کې دردونه پېل شول او د افغانستان د اسلامي امارت خلاف یې په دسیسو لاسونه پورې کړل.

   هو! امریکا او یهودو د امریکا د سوداګریزو برجونو د ړنګولو او نړولو ډارمه جوړه کړه، چې بیا یې د هغه د ړنګولو دعوی پر القاعده وکړه او پر افغانستان باندې د یرغل پلمه یې ترتیب کړه (۴۸) هېوادونو زمونږ پر ټاتوبي حمله وکړه، (دولت اسلامي افغانستان) هم د غټو غټو بمونو اچولو (کارولو) غوښتنه ترې وکړه. خپل لنډغر یې د صلیبیانو خدمت ته وقف کړل او هغو هم د ابورغال دنده ترسره کړه (ابورغال هغه کس و چې ابرهه یې د مکې لاره ګودر وښود)

   صلیبیانو شل کاله افغانستان اشغال کړی و، هغه ظلمونه یې وکړل، چې د نړۍ په تاریخ کې هیچا هم نه و کړي، خو د دوی په مقابل کې د نازو انا او زرغونې انا زامن هم ارام کېنناستل، جهاد یې پېل کړ او د ۲۰۲۱ز کال د اګسټ په (۱۵) یې د صلیبیانو ملا ورماته کړه، د هغو ګوډاګیان وتښتېدل، د اسلامي امارت مجاهدین کابل ته ننوتل او د هماغه کال د اګسټ په (۳۱مه) ټول صلیبیان خړې سترګې، ټيټ سرونه له افغانستانه لاړل.

   د ښکېلاکګرو او د هغوی د ګوډاګیانو له پرځېدا سره سم اسلامي امارت په ګران هېواد کې د چارو د سمښت لپاره کابینه جوړه کړه. له هر قوم او قبیل څخه یې وزیران، معینان او نور لوړ پوړي اشخاص پکې شامل کړل. همداشان ولایاتو ته یې والیان او ولسوالیو ته یې ولسوالان واستول. او په اکثرو ادارو کې ټاکنې او ګومارنې وشوې، نظام او سیستم روان شو.

نزدې یو نیم کال کیږي چې اسلامي امارت له صلیبي اشغالګرو څخه واک ترلاسه کړی، ټولې چارې په منظم ډول په لوړ کیفیت او کمیت سره روانې دي چې د چارو تنظیم سمښت او سمبالښت لا ګړندی او چټک شي او د (۴۴) کلنو جګړو ځپلی ملت هوسا، سوکاله، خوښ او خوشحاله شي، نو څه په کار دي؟

په ټولو ادارو کې مخلص، ژمن او کارپوه کسان په دندو ګومارل لازم دی. حضرت خالد بن ولید رضی الله عنه او حضرت عمرو بن عاص رضی الله عنه د حدیبې له سولې وروسته اېمان راوړ، اما د جنګ، جګړې په اصولو ښه پوهېدل، نو امیرالمؤمنین  ابوبکر صدیق اوعمر بن خطاب رضی الله عنهما د غزاګانو امیران وټاکل، سره له دې چې ستر ستر اصحاب رضی الله عنهم موجود وو.

د افغان ولس د بهبود لپاره سوداګریز نظام په نویو عصري اصولو او اساساتو سره سمبالول او تنظیمول په کار دي، خپل هېوادني تولیدات او محصولات باید په ښه ډول بهرنیو هېوادونو ته صادر کړل شي. همدارنګه سوداګر د اړتیاوو مطابق توکي له خارجه را وارد کړي، اسلامي امارت باید د دواړو (صادراتو او وارداتو) لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

اسلامي امارت ته لازمه ده چې د هېواد د هر ډول معدنونو د استخراج لپاره هلې ځلې وکړي او معدني توکي د ولس د ښېګڼې په موخه ولګوي. په ګران هېواد کې د ډبرو سکرو په لسګونو کانونه دي، باید استخراج شي. زمونږ برېښنا (برق) وارداتي دی، چې کله کله پرچاویږي، که د ډبرو سکرو څخه خپله برېښنا جوړه کړو، نو ټولې ګټې به مو خپلې وي. بې ځایه به په میلیونونو ډالر زمونږ له هېواده پردیو هېوادونو ته نه ځي.

د خپل ولس لپاره د اوبخور او کرکیلې سیستم په عصري اصولو تنظیمول په کار دي، څو له لږ زمکې څخه ډېر حاصل ترلاسه کړو. هغه سیندونه چې بې ځایه بهیږي، باید پر هغو باندې ستر ستر نهرونه جوړ شي، چې په لکونو جریبه زمکې خړوبې کړې، لکه څنګه چې د ننګرهار کانال ډیری مځکې اوبه کوي او په راتلونکي کې به د قوشتېپې کانال زمونږ مځکې زرغونې کړې. همداشان لازمه ده چې بزګرانو او بڼوالو ته سړې خونې جوړې کړل شي.

د غنمو وږی خول، وې ټومبه د ده په سر کې

مشرانو پرې امین کړل، څه چې وو په دې محضر کې

اسلامي امارت ته په کار ده چې د ښوونې او روزنې، تعلیم او تحصیل لپاره خورا زیات جد و جهد وکړي. تر ټولو مخکې یو نصاب جوړ کړي، د مدرسو او ښوونځيو درسي نصاب یو وي. د دواړو (مدرسو او مکتبونو) ترمنځ توپير ختم کړي. همداشان د جینکیو لپاره له شپږ ټولګي پورته ځانګړی درسي نصاب تدوین شي، اضافي مواد (مضامین) ترې وغورځول شي.

که بې تورې ژوند مشکل وي، بې پوهنې وجود نشته

که وجود وي هم بېکاره، پکې یوه ذره سود نشته

اسلامي امارت باید پوه، ژمن، غښتلی پوځ (اردو) ولري. د پوهې لپاره یې  دخصوصي نظامي ښوونځيو ایجاد اړین دی چې دیني زده کړې هم پکې وي او نظامي او عصري تعلیم هم ولري. د ژمنتیا لپاره یې دا لازم دي چې هره هغه مجاهد (عسکر) چې په پوځ کې شاملیږي، باید څو ځایه یې تضمین وشي او بیا د نظامي اصولو مطابق شامل او عسکر شي. غیرمتعهد پوځ کله هم له نظامه دفاع نه ده کړې. د ظاهرشاه پاچاهي د اوردو په مرسته سردار محمد داؤد خان راچپه کړه او د ده جمهوري نظام هم د اوردو پر مټ نسکور شو. او په ټوله کمونیستي دوره کې اجیرې اوردو د پردیو لپاره کار کړی او د صلیبیانو د اشغال پر مهال چې هغوی کومه اوردو جوړه کړې وه، هغه هم مزدوره وه.  په درواغو به یې د (خدای، هېواد، دنده) دعوا کوله، له یوه یې هم دفاع و نه کړه. برعکس، له خدای نه یې بغاوت کاو، هېواد یې وراناو او دنده یې د صلیبیانو لپاره ترسره کوله.

   د افغانستان اسلامي امارت باید په هېواد کې د اوردو لپاره د وسلو او نورو تجهیزاتو لپاره کارځایونه جوړ کړي؛ ځکه د اسلام سپېڅلي دين د جهاد لپاره د وسلو او تجهیزاتو د چمتو کولو امر کوي. د الله جل جلاله نازولي رسول صلی الله علیه وسلم چې له نړۍ څخه رحلت کاو، نو په کور کې یې نزدې یو درجن تورې پرېښودلې، کوم درهم او دینار ترې پاتې نشو. (صلی الله علیه وسلم علی سیدالمجاهدین والغزاة).

   اسلامي امارت ته لازمه ده چې د هېواد لوی شتمن، پانګه روال او سوداګر د کارخانو او فابریکو جوړولو ته وهڅوي، اسانتیاوې ورته برابرې کړي، څو ډېری اړین توکي مو په خپل ټاتوبي کې جوړ او تولید شي.

   د سرکونو او لویو لارو جوړول او رغول؛ دا د اسلامي امارت دنده ده چې د هېوادوالو د اسانتیا لپاره یې ترسره کړه.

   اسلامي امارت د سوالګرو او ګداګرو لپاره ځانګړي اقدامت وکړل، څو د دوی تفکیک وشي، چې کومی یو یې ريښتیا هم بې وزله دی او کوم حرفوي دی. همداراز څو ځله یې د نشه یانو په اړه ګامونه واخیستل، نو له دې دواړو ډلو څخه د هېواد خوندي کېدا لپاره لازم او اړین ګامونه اخیستل په کار دي.

په هېواد دننه نورډېر مشکلات شته باید دحل  لپاره یې کوټلي اقدامات وشی .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close