افغانستان

اوچا: د افغانستان د شتمنیو بندېدو اقتصادي وضعیت خراب کړی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره یا اوچا وایي، په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان د شتمنیو بندولو او پراختیايي مرستو ځنډولو اقتصادي وضعیت خراب کړی دی. دې ادارې په خپل تازه راپور کې لیکلي، تېر کال یې له افغانستان سره د ۳٫۲ مېلیارده ډالرو په ارزښت بشري مرستې برابرې کړې وې. له دې سره سم، یو شمېر کابل میشتي له مرستندویانو غواړي چې خپلې مرستې په راڼه ډول تر اړمنو ورسوي. له بل لوري، اقتصاد وزارت وايي، سرپرست حکومت په هېواد کې د فقر د لمنځه وړلو لپاره هڅې کوي، لویې اقتصادي پروژې يې پیل کړي او همداراز به په کرنیزه برخه کې هم پانګونې وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *