دینې لیکنېلیکنې

ايا اسلام يوازې د عبادت دين دی؟

په طلوع نيوز کې په همدې عنوان بحث وو مېلمانه يې عبدالحق حماد صيب او يو بل د پوهنتون محترم استاذ وو. ټول بحث مې وکاته ډېر په زړه پورې کافي معلومات مو ترې حاصل کړل لومړی ځل ده چې د افغانستان په تلويزوني خپرونو کې داسې مهم او له مفادو ډک بحث وينم له عثماني خلافت را په دې خوا هڅه شوې چې اسلام تنها عبادتي دين وښايي په همدې موخه کفر پياوړې تبليغاتي دستګاه ايجاد کړې په تاسف سره چې اثر يې کړی او ډېری د مسلمانانو په دې آند شوي چې اسلام نظام نه بلکې تر مدرسې، جومات او ممبر پورې منحصر دين دی.

په ياد بحث کې حماد صيب له شرعي نګاه ثابت کړی چې اسلام د دين تر څنګ نظام هم دی او تر ابده د قانون په حيث د تطبيق وړ د دا چې انساني ټولنه کې ژوند کوو ځینې ذهنونه جامد وي هغوي ته به داسې استدلال وايې چې ذهنونه يې واخلي يا که جامد هم نه وي ضروري ده چې انساني عقل په داسې مواردو انصافي قضاء وکړي انسان په دې دومره مخلوقاتو کې ځکه اهم دی چې رب له شعور سره سره عقل هم ورکړی يعنې د عقل په ذريعې ښه او بد ، مفاد او زيان درک کولای شي علي (رضي الله عنه) قول دی وايي که چېرته رب دنیا ته خپل استازي يا پيغمبران نه وی راليږلې انسان د عقل د شتون له برکته بايد د خداي شتون منلی وی

مونږ انسانان که تعلیمي ، صحي يا طبي ادارې جوړوو قوانين او ضوابط ورته ټاکو د مثال په ډول مکتب کې اداره شتون لري بيا اداره مدير ، سر معلم او استاذان لري چې دا د قانون يو ډول دی بيا دوه ډوله په تحريري بڼه اصول او قوانین ورته لرو اول د استاذانو لپاره دوهم د شاګردانو لپاره

د مثال په ډول د شاګردانو لپاره : که کوم شاګرد ناوخته راشي دا يې سزا، که فيس له اول ځل ويلو څخه وروسته را نه وړ داسې به کېږی که دویم ځل يې را نه وړ داسې که له دریم ځل روسته یې رانه وړ هاسې به ورسره کېږي همداسې نور…

دوهم استاذانو لپاره قانون: که پرته له اجازې غير حاضري وکړي له تنخا به يې دومره پيسې کټ کيږي

که ناوخته راشي دا يې سزا داسې…نور اصول ورته وي.

همداسې دې نورو ادارو کې هم قوانين ورته جوړوو تر څو اداره سالمه وي چې کارونه په سالم ډول پر مخ روان شي فکر وکړی مونږ انسانان په نسبت دې لويې دنيا ته د يوې کوچنۍ ادارې لپاره څومره قوانين لرو نو رب چې دا ځمکې آسمانونه، پکې مخلوقات او کاينات پيدا کړي څه فکر کوی قانون به يې نه وي ورته راليږلی ولې نه، قانون قرآن او احاديث دي چې د انسانانو د ورځیني ژوند تقسيم اوقات، د مشکلاتو د حل، د کورني ، بهرني ژوند د تېرولو لارې او نور انساني ضروريات او بيا يې لاس ته راوړلو لارې پکې ښودل شوي خو اوسني عصر کې د اسلامي قانون مخنيوی يې انساني نظامونه ځکه کوي چې په نېفاذ کې يې شخصي ګټې له مينځه ځي

که فرضاً ومنو چې اسلام عبادتي جنبه لري تر مسجد مدرسې او ممبر خاص ده هغوي چې د همدغې نظريې سره موافق دي يا د ترویج هڅې يې کولې/ کوي پوښتنه دا ده چې اسلام يې خير بیا ولې په پورتنيو ذکر شوو مکانو کې پرېنښوده؟ تاريخ مطالعه کړی په اسلام ، او اسلام پالو لومړی تېری د کفارو لخوا شوی مکه مکرمه کې چې څوک به په اسلام مشرف کېدل مشرکینو آذیت کول د بلال (رضي الله عنه) د أحد أحد شعار په داسې حال کې وو، چې د تعذيب او شکنجو لاندې وو رسول الله (صلی عليه وسلم) ته لاره کې اغزي اچول کېدل، د سجدې په مهال مرداری پرې اچول کېدې آن داسې وخت راغی چې د شهيدولو په موخه يې مکې کې مېشتو قبيلو د مبارک (عليه السلام) کور محاصره کړ حال دا چې دغه وخت جهاد هم نه وو فرض شوی .

له هغه راوروسته په ټولو زمانو کې ديني مراکز په نښه شوي کله چې انګريز په آسيايی هېوادو تېری وکړ يو له هغو هېوادو هند وو هلته اکثره مسلمانان يې آذيت شهيدان اسيران کړل خو ډېر مظالم يې په علماؤ طالبانو وکړل هماغه وو چې علماؤ د دفاع سنګر دارالعلوم ديوبند تاسيس کړ.

لرې به نه ځو د امان الله په خلاف علماء راپورته شول يو لامل يې دا وو چې په دينی مراکزو يې کار درلود، علماء يې ترور کول او د اسلامي اصطلاحاتو د ورکېدا کوشش يې کاوه. همداسې روسانو، ترکي ، کارمل ، نجيب هم په ديني مکانو او علماؤ کار درلود علماء یې په بې رحمۍ شهیدانول. تېر شل کاله چې چا به پګړۍ تړلې وه ، جومات ته به تلو، قرآن يې تلاوت کاوه د دهشتګر په نوم وژل کېدل، مدرسې او جوماتونه يې بمبار کړل، معصوم ماشومان د قرآن حافظان يې شهيدان کړل، قرآن کريم یې وسوزاوه او تشناب کې يې واچوه

دا هغو وکړل چې وايي اسلام دين دی نظام نه او اسلام تر دیني مراکزو منحصر بولي خير چې عقيده يې دا ده بيا له يادو مراکزو ډار ولې لري؟ چې تل يې هدف ګرزولي.

احمد منصور

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close