نړۍ

اکوادور کې د زلزلې له امله ۱۴ کسان مړه شوي دي

د اکوادور په سویل کې د یوې زورورې زلزلې له امله ۱۴ کسان مړه شوي دي. یاده زلزله پرون په ځايي وخت ماسپښین پنځه بجې شوې چې په څو ښارونو کې یې ودانۍ زیانمنې کړې دي. دغه زلزله د رښتر په کچه ۷،۶ درجې یاده شوې ده. د بېړنیو خدمتونو اداره وايي، یو شمېر خلک تر نړېدلو دانیو لاندې ایسار پاتې دي. د زلزلې مرکز بالایو ښار ته نږدې او له ګویا کیل شاوخوا ۸۰ کیلومتره لرې و. د چارواکو په وینا د ځمکښوېیدنې له امله ګڼې لارې بندې شوي او ګڼ کورونه، ښوونیزې ودانۍ او روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *