افغانستان

ایټالیا کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه؛ د ۹۱ افغانانو هویت تائید شوی

په ایټالیا کې د افغانستان سفارت وايي، د دغه هیواد په جنوبي ساحل کې د کډوالو غرقې شوې کښتۍ کې د ۹۱ تنو افغان کډوالو هویت تایید شوی چې تر دا مهاله یې د ۴۸ افغانانو جسدونه پيژندل شوي دي. د غه سفارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دغه پېښه کې د مړه شویو ۴۶ افغان کډوالو اسناد یې هم صادر کړي دي. په دغه بیا ن کې راغلي چې یاد سفارت په ایټالیا کې د مېشتو افغانانو د بېلابېلو مدني ټولنو او نورو مرستندویه بنسټونو په مرسته د افغانانو د هویت تثبیت او هیواد ته د مړو شوو کسانو د اجسادو د انتقال په اړه هڅې پیل کړي دي. په ایټالیا کې د افغانستان سفارت زیاته کړې، یو شمېر کورنۍ چې هیواد ته د خپلو دوستانو د جسدونو د انتقال مالي توان نه لري، وايي، دوی یې د بېلابېلو ټولنو په مرسته د هغوی د ملاتړ هڅې پيل کړي دي. دغه سفارت همدرانګه ویلي چې دې پېښه کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي ټپي شوي او یو شمېر نور ژوندي ژغورل شوي چې خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *