افغانستان

ایټالیا کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې د ۳۲ افغانانو جسدونه پیژندل شوي

په ایټالیا کې د افغانستان سفارت وایي چې د دغه هېواد سواحلو ته نږدې په ډوبه شوې کښتۍ کې د مړو شویو افغانانو له ډلې څخه د ۳۲ جسدونه پېژندل شوي دي. د روانې کب میاشتې په اتمه نېټه د غیر قانوني کډوالو یوه کښتۍ د ایټالیا سواحلو ته نږدې له غټو ډبرو سره د ټکر له امله ماته او ډوبه شوې وه. هغه مهال ځایي چارواکو ویلي وو چې په دې کښتۍ کې د افغانستان، پاکستان، سوریه او صومالیا نږدې دوه سوه کسان سپاره وو او له ترکیې څخه د ایټالیا په لوري په حرکت کې وه. د ایټالیا په پلازمینه روم کې د افغانستان سفارت وایي، د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي د معلوماتو له مخې په یاده کښتۍ کې ۱۸۰ کسان سپاره وو، چې تر اوسه د ۶۷ کسانو جسدونه پیدا شوي چې له دوی څخه ۳۲ جسدونه د افغانانو دي. سفارت ویلي چې سفیر احمد ذکریا د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت او ځینو خیریه بنسټونو له مشرانو سره هم وګوري، څو د افغانانو د جسدونو په انتقال کې له هغوی همکاري وغواړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *