افغانستانروغتیا

بادغیس کې ۵۴ روغتیايي مرکزونو سره د طبي تجهیزاتو مرسته وشوه

د بادغیس د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت له ۵۴ روغتیايي مرکزونو سره د ۷.۵ میلیونو افغانیو په ارزښت د طبي تجهیزاتو مرسته وشوه.
د مرستو شویو توکو مسوول ډاکتر خليل الله آرين وويل، چې د بادغیس د ۷ ولسوالیو له ۵۴ روغتیايي مرکزونو سره د یونیسف موسسې له لوري د ۷.۵ میلیونو افغانیو په ارزښت د طبي تجهيزاتو مرسته شوې ده.
باید وویل، چې له دې وړاندې هم یونیسف په بېلابېلو ولایتونو کې له روغتیايي مرکزونو سره د درملو او طبي تجهیراتو مرسته کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *