افغانستان

بازدید از کارخانه تولید برق بیات انجام شد

شریعت: د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي مرستیال دیپلوم انجینر وحیدالله حلیمي جوزجان ته د سفر په ترڅ کې په شبرغان ښار کې د بیات پاور د برېښنا د تولید له دستګاه څخه لیدنه وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت تیره ورځ د یو خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد وزارت تخنیکي مرستیال دیپلوم انجینر وحیدالله حلیمي د بیات پاور د برېښنا د تولید له سیسټم څخه د کتنې په ترڅ کې د اړوندو مسوولینو پیشنهادونه او نظرونه واورېدل او د تخنیکي ستونزو د لرې کولو او د دوامداره برېښنا د تولید په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې. حلیمي ياد شرکت ته د طبيعي ګاز د رسولو په برخه کې د خپلې ژمنې په اړه د افغان ګاز شرکت رییس ته لازمې لارښونې وکړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *