افغانستان

بامیانو کې د ۲۴ روغتیايي مرکزو د رغونې چارې پيل شوې

د باميانو په مرکز او شپږو ولسواليو کې د ۳۵.۵ ميليونو افغانيو په لګښت د ۲۴ روغتيايي مرکزونو د ترميم او رغولو چارې پيل شوې. د يادو روغتيايي مرکزونو د بيارغونې چارې د باميانو د والي په حضور کې په ولايتي دفتر کې پرانيستل شوې، د دغې روغتیايي پروژې لګښت ۳۵.۵ میلیونه افغانۍ دی، چې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له لوري ورکول کېږي. ټاکل شوې دغه روغتيايي مرکزونه د باميانو ولايت د اوو ولسواليو په لرو پرتو سيمو کې چې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى نه لري، جوړ شي. تمه ده چې په بامیانو کې د یادو شویو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو او ترمیم په بشپړېدو سره به د دغه ولایت د اوسېدونکو روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي ستونزې راکمې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *