افغانستان

بغلان کې درې لرغونې سیمې کشف شوې

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز پلخمري کې یوه قلعه او دوه تپې چې اوږده تاریخي مخینه لري کشف او سروې شول.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وایي، چې د پلخمري په پوزه ایشان سیمه کې یې کهنه قلعه، په شیخ علي سیمه کې د خاکي تپه او د پلخمري په حسین خېلو کې د عمرخېلو تپه کشف او سروې کړه.د مسؤلینو په وینا، د کهنه قلعې تاریخ د کوشانیانو په دورې پورې او دغه راز د خاکي او عمرخېلو د تپو تاریخ تر اسلام د مخه زمانو پورې تړاو لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *