افغانستان

بغلان کې دوې لرغونې آبدې کشف شوې

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، چې د فرهنګ او ګرځندوی آمریت له لوري د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې یو جومات او یوه غونډۍ چې اوږده تاریخي مخینه لري کشف او سروې شول.د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر مولوي عزت الله میرحقاني چې د یوه پلاوي په ملتیا مرکزي بغلان ولسوالۍ ته سفر کړی و، د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې

د مرکزي بغلان ولسوالۍ په طاهریانو سیمه کې یې د غره لاندې یو جومات او د همدې ولسوالۍ په ۱۲ سړک سیمه کې یې د نېک محمد غونډۍ په نامه یوه غوندۍ کشف او سروې کړې ده.

نوموړي زیاته کړه یاده سمڅه چې د جومات په ډول ده د اسلامي دورې د مخه تاریخ ښودنه کوي او د غونډۍ تاریخي مخینه مالومه نه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *