افغانستان

بغلان کې زرګونه کورنۍ د څښاک پاکې اوبه نه لري

د بغلان و لایت په برکې ولسوالۍ د لاندې او بره فلول درې څه باندې ۶ زره کورنۍ د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د اوبو له کمښت سره مخ شوې دي.
د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي عبدالواحد عبیده وايي، چې د فلول درې د اوسېدونکو د دې ستونزې د حل په موخه یې هغه ځایونه چې له ریګونو ډک شوي سروې کړې دي.
عبیده زیاته کړه، چې دغه ریاست د دې ستونزې د حل لپاره امکانات نه لري او له نورو مرستندویه بنسټونو سره یې یاده موضوع شریکه کړې څو د حل لپاره یې لازم اقدامات ترسره کړي.
مسوولینو په خبره د دې ولایت د نهرین ولسوالۍ ځينو برخو او د مرکزي بغلان ولسوالۍ په بایسقال سیمه کې هم خلک د وروستیو اورښتونو او سېلابونو په راوتو سره دې ته ورته ستونزې سره مخ شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *