افغانستان

بغلان کې سلګونو کورنیو ته د لمریزې برېښنا کڅوړې وېشل کېږي

د بغلان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې ۴۶۳ کورنیو ته د لمریزې برېښنا د وسایلو د وېش لړۍ پیل شوه.د بغلان د کډوالو اوبیرته راستنېدونکو چارو رییس حاجي ابراهیم عمري وویل، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په دغه ولایت کې ۴۶۳ کورنیو ته د لمریزې برېښنا د کڅوړو د وېش لړۍ پیل کړې چې د پلخمري اړوند د حسین خېلو، د کهنه مسجد، قندهاریانو، سرخ کوتل، د بي بي آينې ګډانو او لالکیو د سیمو ۵۶ کورنیو د سولرونو کڅوړې ترلاسه کړې چې په هره کڅوړه کې ۱۳ قلمه توکي شامل دي.
عمري زیاته کړه، چې په دغو کڅوړو کې دوه تختې ۳۰۰ واټه لمریزې برېښنا تختې او د لمریزې برېښنا نور اړوند توکي شامل دي.
نوموړي وویل، چې د بغلان په نورو ولسوالیو کې به هم په هغو کورنیو د لمریزې برېښنا دغه کڅوړې ووېشي چې له وړاندې سروې شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *