افغانستان

بغلان کې پر زرګونو مالدارانو د مرستو د وېش لړۍ پيل شوه

د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي

د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي ملاتړ د دغه ولایت په مرکزي بغلان، دوشي او تاله و برفکولسوالیو کې پر نږدې ۳ زره مالدارانو د کنجاړې او شفتلې د تخم د وې‍ش لړۍ پیل شوه. د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو مسوول ولي امرخېل د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په دې مرستو کې هر مالدار ته ۲۰۰ کيلو ګرامه کنجاړه ۲۰۰ سي سي دوا او پنځه کيلو ګرامه د شفتلې تخم وېشل کېږي.
امرخېل زیاته کړه، چې د دغه مرستو لومړۍ برخه د بغلان په تاله و برفک ولسوالۍ کې ۹۴۱ مالدارانو ته ووېشل شوې او په دوه زره نورو مالدارانو به هم دغه مرستې د یاد ولایت په مرکزي بغلان او دوشي ولسوالیو کې ووېشل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *