افغانستان

بغلان کې څه باندې ۲۰۰ ښوونځي ودانۍ نه لري

د بغلان د پوهنې رياست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې څه باندې ۲۳۵ ښوونځي ودانۍ نه لري او تر شنه آسمان لاندې زده کړې کوي.د دغه ولایت د پوهنې ریاست سرپرست مولوي امان الله حقیار وویل، چې په بغلان کې ټول ۵۶۲ ښوونځي فعال دي، چې له ډلې یې ۲۳۵ ودانۍ نه لري او تر شنه آسمان لاندې زده کړې کوي.
مولوي حقیار زیاته کړه، چې د بغلان په اکثرو ښوونځيو کې د ودانیو او څښاک پاکو اوبو نشتوالى د حقیار پر وړاندې له ننګونو څخه ياد کړ.هغه د پوهنې له وزارت او له ملاتړو بنسټونو وغوښتل، چې په دغه ولایت کې د ښوونځیو کې شته ستونزو ته رسېدنه وکړي.مولوي حقیار وویل، چې سږکال په دغه ولایت کې ۸۰ زره نوي
زده کوونکي ښوونځیو ته نوم لیکنه کړې ده.
د هغه په وینا، سږ کال د ازادې سیالۍ له لارې د ښوونکو ۴۰۰ خالي بستونه اعلانوي، چې په دې سره به د بغلان په پوهنې ریاست کې د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزه هواره شي.
د یادونې وړ ده، چې اوسمهال په بغلان کې څه باندې ۴۰۰ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې د ۹ زره ۵۰۰ ښوونکو له خوا ورته زده کړې ورکول کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *