افغانستان

بغلان کې ۳۲ ماشومان حرفوي کارونو ته معرفي شوي

د بغلان د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وايي، چې یو شمېر ماشومان یې حرفوي کارونو ته ور پېژندلي او دغه راز یې له ایران څخه مرز شویو ماشومانو ته د وړو سوداګریو زمینه برابره کړې ده.
د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس قاري نصرت الله پارسا د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د بې کاره ماشومانو د لاسنیوي په موخه یې ۱۳ هغه ماشومان چې له ایران څخه بېرته افغانستان ته مرز شوي دي د وړو سوداګریو زمینه برابره کړې او دغه راز یې ۱۹ نور حرفوي زده کړو ته معرفي کړي څو په تر لاسه کولو سره یې خپل کورني اقتصاد ته وده ورکړي او په ځان بسیا شي.
د پارسا په خبره، تېر یوه کال کې یې ګڼ شمېر بې وزله او یتیمو ماشومانو ته په مختلفو برخو کي روزنه ورکړې او لا هڅه کوي، چې د حرفوي زده کړو په برخه کې پیل شوې لړۍ دوامداره وساتي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *