افغانستان

بغلان کې ۳ تنه د نشه یي توکو د پلور په تور ونیول شول

د بغلان امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د مرکز پلخمري ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې یې ۳ تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نیولي دي.
د دغه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې آمر نور محمد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه کسان یې د دغه حوزې په باغ قهوه سیمه کې د ۵۴ پوړیو پوډرو سره نیولي، چې بازار کې یې پلورل.
نور محمد زیاتوي، چې د نیول شویو کسانو دوسیې به څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *