روغتیا

بلخ په روغتیايي خدمتونو  کې لومړی مقام وګاټه

د بلخ د عامې روغتیا ریاست د هېواد په کچه د غوره روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو له امله لومړی مقام خپل کړ.

د بلخ د عامې روغتیا ریاست د هېواد په کچه د غوره روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو له امله لومړی مقام خپل کړ.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د بلخ د عامې روغتیا د رئیس ډاکټر نجیب الله توانا په مشرۍ د عامې روغتیا ریاست د افغانستان په کچه د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې لومړی مقام خپل کړ، چې له همدې امله نوموړی د ولایت مقام کې د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل شو.

په دغه غونډه کې د بلخ والي محمد داوود مزمل د طب سپېڅلې دندې په اړه وويل، چې  ډاکټران او طبي متخصصين صادق او  هېوادپال خلک دي، چې په هر حالت او وخت کې خلکو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.

په همدې حال کې د بلخ د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله توانا د بلخ د عامې روغتيا رياست د لاسته راوړنو او فعاليتونو په اړه پريزينټيشن وړاندې کړ او زياته يې کړه، چې د عامې روغتيا رياست په تېر کال کې ګڼ شمېر لاسته راوړنې لرلې، چې د روغتيا په برخه کې یې د مرکز سربېره خلم، دهدادي، چهاربولک او شورتپې ولسوالیو کې روغتیایي مرکزونه جوړ کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د غوره روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو سره به بهرنیو هېوادونو ته د خلکو د تګ مخه ونیسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *