اقتصاد او رغونه
بلخ کې د ۸،۵ میلیونو افغانیو په لګښت یو ستر پُل ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د بلخ سیمه ییز مسوولین وایي چې د د غه ولایت د چهاربولک او چمتال ولسوالۍ ترمنځ یو ستر پُل د ۸،۵ میلیونو افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د بلخ سیمه ییز مسوولین وایي چې د د غه ولایت د چهاربولک او چمتال ولسوالۍ ترمنځ یو ستر پُل د ۸،۵ میلیونو افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د بلخ د مقام د دفتر رئیس مولوي بورجان نائب د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د دغه ولایت د چهاربولک او چمتال ولسوالۍ ترمنځ یو ستر پُل د آقچې پر سیند د ۳۰ مترو په اوږدوالي او ۵ مترو په سوروالي د ۸،۵ میلیونو افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یادونې وړ ده چې یاد پُل د وطني زیګزیګ او نوښار کلي سره نښلوي او د سیمې خلکو د دغه پل په رغولو خوښي څرګنده کړې او د لانورو ټولګټو پروژو غوښتنه یې کړې ده.