بلخ کې ۴۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوه
د بلخ ځايي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د یوې کارخونې په جوړولو سره ۴۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د خان زاده عبدالرحیم د اوسپنې ویلې کولو فابریکې مسوول حاجي رسول داد شینواري د باختر آژانس سیمه ییز خبريال ته وويل، چې په دغه ولایت کې یې د ۵ میلیونو ډالرو په لګښت د اوسپنې ویلې کولو فابریکه جوړه کړې، چې ۴۰۰ کسانو ته په کې د کار کول زمینه برابره شوې ده.
شینواري زیاته کړه چې د یو هېواد د ترقي او پرمتخګ اصلي لامل په هېواد کې پانګونه بلل کېږي او په همدې موخه يې په خپل هېواد کې پانګونه کړې ترڅو خپل هېواد او ولس د ښېرازۍ او پرمختګ لامل وګرځي.
د هغه په وینا دغه فابریکه کولای شي د بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو د وسپنې اړتيا پوره کړي او په مناسب قيمت يې عرضه کړي.
د یادونې وړ ده چې بلخ ولایت کې دا لومړۍ فابریکه ده چې له تېرو پنځو کلونو راپديخواه فعالیت کوي.