افغانستان

بهرنیو چارو وزارت: ګڼو هېوادونو ته نوي افغاني پاسپورټونه لېږل شوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بي بي سي ته ویلي، له هېواد بهر کونسلګریو ته یې تازه پاسپورټونه استولي چې هلته اړتیا لرونکي افغانان له کړاو سره مخ نه شي.
په سعودي عربستان کې مېشتو افغان کډوال ویلي، له ډېرې مودې راهیسې زرګونه افغانان چې د پاسپورټونو موده یې بشپړه شوې له سفره بند پاتې دې او د ډېرو کسانو په ټولنیز ژوند او کاروبار یې هم ناوړه اغېز پرایستی. په سعودي عربستان کې مېشت یو شمېر افغانانو ویلي هلته په تېره څه موده کې د اسنادو له جنجال سره مخ دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *