سرمقالې

بیت المال سره احتیاط هم د اسلامي نظام یو ستر مکلفیت دی!

موږ همېشه پردې ټینګار کړی چې باید اسلامي نظام ښه په وضاحت سره تعریف او په تمامه معنا وپېژندل شي. ځکه په عمومي توګه افغان

موږ همېشه پردې ټینګار کړی چې باید اسلامي نظام ښه په وضاحت سره تعریف او په تمامه معنا وپېژندل شي. ځکه په عمومي توګه افغان ملت یوه تقلیدي ټولنه ده چې زیاتره دیني چارې او مفاهیم یې مستقیماً له شرعي نصوصو څخه نه دي تر لاسه کړي بلکې د تېرو څوارلسو پېړیو په اوږدو کې یې له خپلو نیکونو د کلتوري میراثونو په بڼه را خپل کړي. همدا وجه ده چې ځینو سیمو او قومونو کې یو مستحب تر فرضو او عقیدوي ضروریاتو پورې مهم ګرځېدلی، ځینو کې بل او ځینو کې یوه حرام ته په ډېره وړه سترګه کتل کیږې او ځينو  کې بل ته، له بل پلوه زمونږ زیاتره ملایان او طالبانو هم چې خپل ډیری وخت په ترانو او لا یعني بنډارونو کې مصرفوي، د اسلامي مفاهیمو له ژورې مطالعې او څېړنې بې برخې دي. له همدې کبله خو ځینې یوازې دږیرې، پکړۍ او جامو پر اصلاح ډېر ترکیز کوي چې ښایي بس همدا به د اسلامي حکومت یوازنی مکلفیت وي. ځینې د ښځو او حجاب پر موضوع ډېر اصرار کوي او فکر کوي چې کله ښځې په کور کېنول شي نو فقط همدې سره اسلامي نظام سل سلنه تکمیل شو. ځينې بیا د حدودو او شرعي تعزیراتو اجراء د ټول شریعت د بشپړ نفاذ نښه بولي او ګومان کوي چې ترڅو یادې سزا ګانې تطبیق شوې نه وي، د اسلامي نظام دعوا غلطه ده! دغه یو لوریزې مفکوره ان زموږ د امر بالمعروف پر ادارې هم تر ډېره بریده حاکمه ده، ځکه له کړو وړو یې داسې معلومیږي چې د دوی په نظر هم معروف یوازې لمونځ او منکر یوازې سورڼی دی! حال دا چې هم د اسلامي نظام معنا او تقاضا خورا ډېره پراخه ده او هم زموږ په خلکو او ټولنه کې نیمګړتیاوې زښته ډېرې دي. همدغه پریوه لوري اصرار او د بل لوري اهمال پر موږ دومره غالب شوی چې ان د اسلامی تحریک او جهاد ځینې مخکښ شخصیتونه مو هم مثلاً د لمانځه، جماعت او بیت المال په هکله هم غفلت او سستي کوي. البته لمونځ هم کره یا نیمګړی، ګټه او زیان یې خپل دي، خو دا چې څوک بیت المال سره بې احتیاطي کوي غلا ترې کوي، اسراف کوي او شخصي پالنې کوي ښایي هم خپله دنیا او آخرت تبا کړي او هم د ټول نظام دبد نامۍ او زوال لامل وګرځي.

ځکه د مسلمان ‌پر ذمه دوه ډوله حقوق دي یو یې د خالق او مالک او بل د مخلوق، یا په بله ژبه یو عبادت او بل معیشت. نو کوم مسلمان چې د خپل رب عبادت کوي خو معاشي مسایلو کې بیا د شرعي احکامو هیڅ پروا دار نه وي. د بیت المال اړوند شیان پلوري، ځاني استفادي ترې کوي، غلا، خیانت او رشوت یې عادت ګرځېدلی وي، یقیناً چې د اسلامی نظام او شریعت د نفاذ دعوایې سراسر باطله او دروغجنه ده. په دې اساس موږ ټول باید دا حقیقت له پامه ونه غورځوو چې بیت المال سره احتیاط او مالي چارو کې شفافیت زموږ لپاره انتهایي ډېره مهمه موضوع ده. ځکه یو خو افغانان زښته ډېر بې وزله دي نو هر کله چې کوم ملا او طالب قیمتی موټرو، ښو خوراکونو او ډېرو پیسو سره ګوري، حتماً زیات متأثره کیږي، پر دیني قیادت یې باور کمیږي او بد ګوماني کوي. بل دا چې اوس موږ د ټول اسلامي امت په مخکې د پخې مسلمانۍ، پرهیزګارۍ او سوچه اسلامي نظام دعوا کړې او ډېر لوی ننګ ته مو ځان تړلی دی. نوکه مالي چارو کې مو روڼتیا او له بیت المال نه استفاده کې مو انصاف نه وي، بیا به د خپلو خلکو او نورو مسلمانانو له پېغوره ځان څنګه خلاصوو؟ بیا خو به حتماً هغوی وایي چې تاسې ږیره خریلی، پتلون اغوستی او لوڅ سره سړی یا لوڅ مخې ښځه نه پرېږدی خو هغه بیت المال چې عواید یې له همدې بې وزله خلکو راغونډیږي، په دومره بې انصافی خپلو کې سره وېشئ او خورئ چې یوه اجیر او ټیټ رتبه مامورته شپږ، اته یا لس – دولس زره افغانۍ ورکوئ خو همداسې یو بل ا نسان چې آمر او چارواکی دی پنځه یا لس برابره زیات معاش اخلي! لنډه دا چې که د اسلامي امارت مشرانو په مالي چاروکې د شفافیت او د بیت المال په استعمال او وېش کې سیي امتحان ورکړ او د ملت قناعت یې ترلاسه کړی شو، نو پرته له شکه چې هم به د څښتن تعالی مرسته ورسره وي او هم به یې خپل ملت ملګری وي او که خدای دې نه کړي دي ازمیښت کې پاتې راغلل، خدای ږو که به یې څوک نه دا سپينې جامې او پګړۍ ومني او نه د اسلامی نظام دعوا، بلکې همدغه مالي موضوع به تل زموږ د اخلاص او صداقت لپاره یوازنی محک وي. همدې ټکي ته لومړیتوب ورکړئ او همدې کې له ښویېدلو ځان وساتئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *