شعرونه

بیرته ځم

دلته طــواف کوم دميني په حرم بیرته ځم لکه شبنم مخ دګلانو ور مینځم بیرته ځـــم

حنیفه زاهد شاجویي
دلته طــواف کوم دميني په حرم بیرته ځم
لکه شبنم مخ دګلانو ور مینځم بیرته ځـــم
باد دصـــبا یم ګل غوټیوکي خندا خپره وم
کرارکرار یې په سینه کي تخنوم بیرته ځـــم
ګرزم راګرزم په ګلشن کي ګلان نه شکومه
لکه بورا شونډي دپاڼو ښکلوم بیرته ځــــم
لکه خلیل شـــــوم دفاني او دباقـي په فکر
دآفلینـو سـاعتــــونه حســـابـم بیرته ځـــم
سفـرمي وکــړنورهدف ته نیزدې شوې یمـه
دژوندانه چوکۍ وبل چاته پرېږدم بیرته ځم
(زاهده) هلته خو وعده یې دکوثـر کړېـده
دلـته څـو لپي ډکومه له زم زم بیرته ځـم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close