افغانستان

تخار کې د سمتي سرو زرو کان داوطلبۍ ته وړاندې کيږي

شریعت: د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي

شریعت: د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه پرون په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو.
په دی غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د کانونو او پټرولیم وزارت دې د تخار د چاه آب ولسوالۍ د سمتي سیمې سرو زرو کان آزادې داوطلبۍ ته وړاندې کړي. همدا راز د اقتصادي کمېسیون له لوري د اوبو او انرژۍ وزارت ته سپارښتنه وشوه څو له هندي کمپنۍسره د ارغستان بند جوړولو قرارداد د ملي تدارکاتو کمېسیون لخوا فسخه کړي او د یاد بند د سروې، ډیزاین او ساختماني چارو کارونه دې آزادې داوطلبۍ له لارې مخکې یوسي.
همدارنګه په یاده ناسته کې د مالیې وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت، اقتصاد وزارت، چارو ادارې لوی ریاست او د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت له استازیو څخه ګډې جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، تر څو د دولتي شرکتونو په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه عالي مقام، ریاست الوزراء محترم مقام، کابينې او اقتصادي کمېسیون ټول حکمونه او پرېکړې په هر اړخیز ډول وڅېړي.
یاده کمېټه دې د دولتي شرکتونو قانون، جوړښت، مدیریت، نظارت او نورو اړوندو اړخونو ته کتنه وکړي او دا دې جوته کړي چې د دولتي شرکتونو اوسنی جوړښت مؤثر دی او که نه. نوموړې کمېټه به په دې اړه هر اړخیزه طرحه برابره او اقتصادي کمېسیون ته به یې وړاندې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *