شعرونه

ترانـــې دمیني

حنیفه زاهد
خدایه په زړه مي کړه سمسوري کروندې دمیني
چي وهرچاته یې ور و وېشم مېوې دمینــــي
دا مروري ګل غوټۍ مي په خندا شي ورتـــه
چي له بلبلو څخه واورم ترانې د مینـــــــي
زه د غمو نو له ګر دونو دزړه مخ مينځمــــــه
ته څوبې رنګه لپي راکړه له چینې دمینــــــي
دزړه په تل کي مي فتنې په انګولاوو شولې
چي څوشېبې مي کړې پربندي دروازي دمیني
دوینو تږي پرې خبر کړئ چي توبه وباســــي
چي لاخوږې ترانګبینو دي پیالې دمينـــــــي
هغه شپونکی راته د مړو په کتار کي ښکاري
چي له شپېلۍ څخه یې نه راځي نغمې دمیني
د غه دنیا جوړه په مینــه خو که مینــه غواړې
( زاهده ) ځان به ځاروې تر معشوقې دمینــي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *