افغانستان

ترکمنستان کې د اسلامي امارت تجارتي آتشې دنده پيل کړه

په ترکمنستان کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت چارواکو ویلي چې محمد هارون سیدي يې د تجارتي آتشې په توګه معرفي او کار یې پیل کړ.

په ترکمنستان کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت په یوه خپرپاڼه کې ویلي، چې په همدې موخه په عشق آباد کې په جوړه شوې غونډه کې ګڼ شمېر افغان سوداګرو او د تلفون له لارې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي هم ګډون کړی و.

نورالدین عزیزي له ټولو سوداګرو او پانګه والو مننه وکړه او ویې ویل، چې ملي سوداګرو او پانګه والو ملت یوازې نه دی پرې ایښی او تل یې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې په ترکمنستان کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست فضل محمد صابر افغانستان او ترکمنستان د دوست هېواد ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او

همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ او له سوداګرو او پانګوالو یې مننه وکړه.

فضل محمد صابر په افغانستان کې له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په اړه د افغانستان اسلامي امارت د ستر پروګرام یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د افغانستان په دولتي شرکتونو کې د پانګونې د فرصتونو لېست اعلان کړ.

په عشق آباد کې مېشتو افغان ملي سوداګرو هم خپله لېوالتيا وښوده او يادونه يې وکړه، چې دا لومړى ځل دى، چې په دولتي کچه له موږ سره دا ډول فرصتونه شريک شوي، څو په کې پانګونه وکړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *