افغانستان

ترکیه او سوریه کې د زلزلې د قربانیانو شمېر له 27 زرو هم لوړ شو

رپوټونه وايي، د ترکیې په سویل کې د مړو شمېر 27 زره او ۱۵۰ کسانو ته لوړ شوی.
دا مهال تر ۸۰ زرو ډېر کسان په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.
د ژمي سختې هوا له امله د مرستې رسولو او ژغورنې عملیات ستونزمن شوي او لاهم میلیونونه انسانان مرستو ته اړ دي.
د شمېرو له مخې، د ترکیې او سوریې د زلزله ځپلو سیمو لږ تر لږه ۸۷۰ زره خلک د خوړو بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې یواځې په سوریه کې ۵،۳ میلیونه خلک بې کوره شوي دي.
د خوړو نړېوال پروګرام په ترکیه او سوریه کې له زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره د ۷۷ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *