افغانستان

ترکیه کې د ۱۱۶ وژل شویو افغانانو هویت مشخص شوی دی

په ترکیه کې د افغانستان سفارت وایي چې دغه هېواد کې د وروستۍ زلزلې له امله د وژل شویو ۱۱۶ افغانانو هویت مشخص شوی دی. د سفارت د مسوولینو په وینا، ښایي په دغه زلزله کې د وژل شویو افغانانو شمېر تر دې هم زیات وي. ورته مهال د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو په یوه پروګرام کې څه باندې پنځوس زره امریکایي ډالر د ترکیې له زلزله ځپلو سره مرسته وکړه. بلخوا په فاریاب ولایت کې هم د ترکیې له زلزله ځپلو سره د مرستې را ټولولو په پار یو صندوق اېښودل شوی دی. د افغانستان سرې میاشتې هم څلورنیم مېلیونه افغانۍ په کابل کې د ترکیې سفارت ته سپارلې دي. تر دې وړاندې اسلامي امارت هم د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلو سره د پنځلس مېلیونه افغانیو د مرستې اعلان کړی و. افغانان داسې مهال د ترکیې له زلزله ځپلو سره د مرستو اقدام کوي، چې وروستي یوه کال کې د ترکیې حکومت او د دغه هېواد مرستندویه بنسټونو له افغانستان سره د زرګونه ټنه خوراکي، روغتیایي او جامو مرستې کړې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *