افغانستانراپورونه

تر دې دمه 550 زره جریبه ځمکه له غصبه ژغورل شوې

د شریعت ورځپانۍ ځانګړی راپور
شریعت: لکه چې ګرانو هېوادوالوته معلومه ده د اسلامی امارت د واکمنۍ له پیله په ټول هېواد کې د دولتی ځمکو د غصب مخنیوي او دولتي ځمکو د تثبیت په اړه ګړندۍ هڅې شروع او خورا ډېر پرمختګ شوی دی. له همدې کبله اړشو تر څو له اړوندو ادارو څخه معلومات ترلاسه کړو او خلکوته په دې اړه بشپړ معلومات وړاندې ورکړو، چې څه ډول دولتي ځمکی له غصبه ژغورل کیږي، څومره ځمکه تردې دمه له غصبه ژغورل شوې ده او څومره ځمکه غصب شوې ده نو غوره مو وګڼله چې په دې اړه یو ځانګړی راپور چمتو کړو.
د عدلي وزارت ویاند عبدالحمید جهاد یار وایي، د اسلامي امارت واک ته رسیدو وروسته په کندهار کې د کابینې لومړی غونډه د عالیقدر امیر المومنین په مشری دایره شوه، په یاده غونډه کې تصمیم ونیول شو، تر څو د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون رامنځته کړي، چې بلاخره د عدلي وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي په مشری کمېسیون رامځته شو.
چې په یاد کمېسیون کې د عدلي وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي د رئیس په توګه، د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د زراعت وزارت سرپرست مولوي عطاالله عمري، د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالوارث څارنوال او لوی څارنوال مولوي شمس الدین شرعیتي غړیتوب لري.
همدارنګه د سترې محکمې د دارانشاء رئیس مفتي عبدالرشید او د چارو د ادارې لوی رئیس مولوي نورالحق انور د یاد کمیسون همکار جهتونه دي.
نوموړي کمېسیون د ځمکو د غصب د مخنیوي په موخه مقرره جوړه کړه، چې د امیر المومنین لخوا توشیح شوه او په رسمي جریده کې خپره شوه، چې دغه مقرره څلور فصله او یویشت مادې لري.
همدارنګه ښاعلی جهادیار وایي: د یادې مقررې په اساس یې نږدې (۴۵) ورځې مخکې په ټول هیواد کې په فعالیت پیل وکړ، چې تر دې مهاله یې شواخوا (۵۵۰) زره جریبه ځمکه دولتي تثبیت کړې ده.
د نوموړي کمېسیون لخوا په ټول ولایتو کې (۱۱) یوولس کسیز تخنیکي هئیت د اړوند ولایت د زراعت رئیس په مشری رامنځته شو. د یادونې وړ ده هغه دولتي ځمکه چې وداني، ګښت، عامه تاسیسات او ښار ګوټي پرې جوړ شوي وي، د مقررې د دریم فصل (۱۰) لسمې، (۱۱) یوولسمې او (۱۲) دولسمې مادې په اساس د کمیسون له لوري یې د ابقا او ویجاړول تصمیم نیول کیږي او اختصاصي محکمې ته وړاندې کیږي.
همدارنګه هغه دولتي ځمکې، چې د پیسو په بدل کې زورواکو او عامو خلکو خرڅې کړي وې د مقررې د څلورمې مادې او د کمیسون د پریکړې په اساس به راګرځول کیږي.
د عدلي وزارت ویاند عبدالحمید جهادیار زیاتوي: د عصب شوې ځمکې د راګرځولو لپاره د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې ځانګړي قطعه رامنځته کړي ده.
ښاغلی جهادیار زیاتوي په ننګرهار کې (۴۸۹) زره جریبه ځمکه غصب شوي، کابل کې شواخوا (۳۰۰) زره، په پکتیا کې (۴۱۳) زره، په هرات کې له (۵۰۰) زره او همدارنګه په نورو ولایتو کې زیاته ځمکه غصب شوي ده.
نومړی زیاتوي، دا چې د دولتي ځمکو له غصب څخه بېرته راګرځول د امارت له لومړیتوبونه څخه ده، یاده پروسه به ترهغه دوام وکړي، تر څو ټوله دولتي ځمکه له غصب څخه راوګرځول شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *