افغانستانراپورونه

تر دې مهاله د تیرې ادارې ۴۸۰ چارواکي او گڼ شمېر علمي کدرونه هیواد ته راستانه شوي

له نن شاو خوا یو نیم کال وړاندې چې کله اسلامي امارت د واک واګې په لاس کې واخیستل، سره له دې چې د مشر تابه له لورې ټولو ته غفوه اعلان شوه، خو د تیر جمهوري نظام زیاتره لوړپوړي چارواکي د ولسمشر په ګډون له هیواد څخه ووتل او په نورو هیوادو کې یې استوګنه غوره کړه، د اسلامي امارت واک ته رسیدو نه یو څه موده وروسته یې د افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون رامنځته کړ، تر څو هغه لوړ پوړې چارواکي او علمي کدرونه چې له هېواده وتلي یا پخوا هلته میشت وه، بېرته د یاد کمېسیون د تماس له لارې هېواد ته راستانه شي او په خپل هېواد کې له خپلو کورنیو سره د عزت ژوند غوره کړي.
دا چې د افغان شخیصتونو سره د تماس کمېسیون په هلو ځلو تر اوسه څومره چارواکي هېواد ته راستنه شوي او همدارنګه د یاد کمېسیون د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د شریعت ورځپاڼې خبریال حسن خان اتل د یاد کمېسون له ویاند ښاغلي مولوي احمدالله وثیق سره مرکه کړي ده
پوښتنه: تر اوسه د پخواني رژيم څومره چارواکي او نور عام علمي شخصيتونه د تماس کميسيون له لارې هېواد ته راستانه شوي؟
ځواب: له افغان شخصیتونو سره د تماس کمیسیون، چې له کومې ورځ کار پیل کړی دی، تر دې مهاله د دوی په بیا بیا هڅو د تیر نظام ګڼ شمېر چارواکي هیواد ته راستانه شوې دي او دلته ورته د مصؤنیت کارت ورکړل شوی دی، چې تر اوسه پورې ټولټال ۴۸۰ کسانو ته د مصؤنیت کارتونه ورکړل شوې دي او همدارنګه سلګونه نور هغه چارواکي چې لا تر اوسه په خارج کې دي، د خپلو احوالو د ثبت لپاره فورمې ترلاسه کړي دي، خو تر اوسه پورې یې د راتګ زمینه نه ده برابره شوي، کله چې د دوی ټول مراحل طی شي دغه کسان به هم هېواد ته را ستنیږي او زموږ امید دی، چې په نیږدې راتلونکي کې به د ډېرو کسانو د راتګ شاهدان واوسو، د یادونې وړ ده چې په راغلو چارواکو کې د وزیرانو، پارلمان غړي، لوړ پوړې نظامي جنرالان، والیان، د ولایاتو او ولسوالیو امنیه قومندانانو په کچه چارواکي او د دوی ترڅنګه هغه کسان، چې دلته کلونه کلونه له تیر جمهوري نظام څخه مطمین نه ول، هغه اشخاص هم هېواد ته راستانه شوې دي، په دوی کې تکړه تکړه ډاکتران، انجینران او د نورو مختلفو برخو ماهرین شامل دي.
پوښتنه: له څومره نورو هېوادوالو سره مو رابطه شوې؟
ځواب: تر دې مهاله خو سلګونو کسانو تماس نیولی دی او د تماس له برخې څخه یې خپلې فورمې تر لاسه کړې دي، مونږ هغه وخت له رسنیو سره جزیات شریکوو، چې کله دوی هیواد ته راستانه شي، د مصؤنیت کارت ترلاسه کړي او له خپلو کورنیو سره یو ځای شي بعد له هغې موږ جزیات له رسنیو سره شریکوو، اوس یواځي دومره ویلو شو، چې سلګونو کسانو هېواد ته د راتګ لپاره زړه ښه کړی دی او د ثبت لپاره یې فورمې ترلاسه کړې دي.
پوښتنه: د تېر حکومت هغه چارواکي چې له عمومي عفوې ور هاخوا، پر نورو مختلفو جنايتونو او فسادونو کې ښکېل دي، هغوی په څه ډول ضمانت هېواد ته راستنيږي، ايا قضيې به يې څېړل کيږي، که معاف دي؟ مثلاً ولسي خلک پرې څه عريضه کولای شي؟
ځواب: افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون خپل تشکیل لري، دارالانشاء موجوده ده د تماس څانګې دي، چې په دې کې یو قضایي بورد هم شته، چې څو تنه غړي لري. که چیرې په دغو راغلو کسانو باندې څوک حقوقي دعوه ولري دغه دعوه یې د قضایي بورد لخوا څیړل کیږي، چې یاده دعوه تر کومه حده حقیقت لري، که چیرته دوی شواهد وړاندې کړي قضایي بورد هڅه کوي، چې په قضایي بورد کې د دوی مشکل حل کړي او که چیري دا مشکل یې دلته حل نه شي بیا یې نورو قضایي ارګانونو ته لیږي تر څو محکمه یې هلته وشي. تر اوسه پورې په راغلو کسانو باندې چې چا دعوه کړې ده، د دې ضرورت نه دی پیدا شوی چې نورو قضایي ارګانونو ته ولیږلی شي د دوی مشکل هم دلته په قضایي بورد کې حل شوی دی.
پوښتنه: د پخواني رژيم هغه چارواکي چې د تماس کميسيون له لارې هېواد ته راستانه شوي، د هغوی له حاله خبر ياست، چا خو به ځورولي نه وي؟
ځواب: د تماس کمېسیون د اسلامي امارت له برجسته غړو څخه جوړ دی، چې په دې کې د دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت نماینده ګان، د استخباراتو عمومي رئیس، د خارجه وزارت سرپرست وزیر امیر خان متقي، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور چې د یاد کمېسیون مشرې هم په غاړه لري شامل دي. هر کله چې یو کس هېواد ته راستون شي له هغه وروسته د مصؤنیت کارت ورکول کیږي، چې دغه د مصؤنیت کارت په ټول هېواد کې د اعتبار وړ دی، تر دې مهاله موږ ته داسی کومه قضیه نه ده راغلې ، چې کوم راستون شوی کس له تهدید سره مخ شوی وي او که چیرته کوم سوئ تفاهم شوی وي او راغلو کسانو له جملې څخه کوم یو له مشکل سره مخ شوی وي، موږ ورته په وخت رسیدګې کړي ده او مشکل یې حل شوی دی.
پوښتنه: هغه افغان علمي شخصيتونه چې د تماس کميسيون له لارې هېواد ته راستنيږي، ايا د هغوی لپاره څه پلان شته چې د هېواد په ابادۍ کې ترې کار واخيستل شي، يا پر دندو وګمارل شي؟
ځواب: اوس دستي موږ په نظام کې په لکونو د تیر نظام مامورین لرو، چې په لوړو پوسټونو کې هم شته، خو دغه کسان چې کله راستنیږي په لومړي سر کې له دوی سره دا وعده نه کیږي، چې تاسو ته دلته وظیفه درکول کیږي. دوی ته تر ټولو مهمه دا ده چې مصؤنیت یې وشي، سر او مال یې خوندې شي او په خپل وطن کې له خپلو قریبانو او دوستانو سره نږدې واوسیږي. وروسته کله که حکومت د خلکو او شخصیتونو وړتیا، تعهد، ژمنتیا او مسلکیتوب ته یې ګورې او له هغه وروسته حکومت د خپل لزوم دید له مخې کولې شي، دوی د حکومت په اډانه کې کار وکړي، لکه مخکې چې ما یادونه وکړه چې په لومړي سرکې دوی ته په دولت کې د دندې ورکولو ژمنه نه کیږي، ځکه چې افغانستان نیږدي څلویښت میلیونه نفوس لري، چې دا ټول د حکومت په چوکاټ کې نشي ځای کېدلی، چې ټول خلک دې د نظام په اډانه کې کار وکړي او نه دا ضروري ده.
پوښتنه: د خپل منځي اتحاد او اعتماد سازي په برخه کې د تماس کمېسيون هڅې څرنګه ارزوئ او بهر مېشتو افغان شخصيتونو ته څه پيغام لرئ؟
ځواب: د افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون ایجاد ډېره لویه لاسته راوړنه ده او د خلکو لپاره یو ښه ادرس شو، هغه کسان چې د منفې تبلیغاتو په اثر باندې ویریدلي ول او هیواد یې پریښی و یا د هېواد په کومه برخه کې پټ پاتې شوې ول د هغوی لپاره یوه ښه دروازه شوه تر څو له دغه کمېسیون سره په اړیکه کې شي، له دې څخه خلکو ډېر ښه استقبال وکړ او موږ دا دی وینو چې د تیر حکومت څلور سوه اتیا (۴۸۰) کسان هیواد ته راستانه شول، چې دا د دوی لپاره یو ښه فرصت شو او خلک باید له دې موقع څخه استفاده وکړي، ځکه چې کوم عزت دلته هېوادوالو ته حاصل دی هغه عزت او قدر دانې په بهر کې نه شي حاصلولی. مونږ بیا په ټولو هغو کسانو باندې چې د منفې تبلیغاتو په اثر باندې متاثره شوې دي، هغوی ته بلنه ورکوو چې له دې نیک فرصت څخه استفاده وکړي، د تماس کمېسیون سره اړیکه ونیسې او راشي په خپل هېواد کې له خپلو هېوادوالو سره یو ځای په عزت ژوند وکړي او مونږ دوی ته د بشپړ امنیت ډاډ ورکوو.
حسن خان اتل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *