مقالی اوتبصرې

تعلیمي نصاب بايد د وخت د تقاضا مطابق عیار شي!

احمد منصور
تعليمي نصاب اوس ټولې نړۍ ته ډېر مهم دي او هر هېواد داسې يې عياروي چې نه يې له دين، نه يې له کلتور سره په ټکر کې وي او تر څنګ يې د عصر اړتيا وړ مواد پکې ځاي کول درک شوي وي خو په تاسف سره بايد ووايم چې زمونږ د هېواد نصاب د څو يرغلونو سره بدل شوی د اشغالګرو له لور داسې مواد پکې ځاي شوي پکار وو چې مونږ يې د طرقۍ لوړو پوړيو ته پرې رسولي وای خو برعکس ځوان نسل ته يې د دين اړوند شکوک ور پيدا کړي ، د پرديو له تاريخو يې آګاه کړي او په زړونو کې د غرب مينه ور اچولې البته ما خبره د مکتب د تعليمي نصاب کوله مدرسه کې هم ځينو مضمونو ته اوس اړتيا نه شته خو پکې دي او ځينې بايد پکې ځاي پر ځاي شي ، دا چې ليکنه را څخه اوږده نه شي په دې به تم شو چې دواړو مراکزو کې کوم مضمونونه ځاي شي، کوم لرې شي.
لومړی د مکتب اوسنی تعليمي نصاب ډېرې اصلاح ته اړتيا لري ځکه مخکې مو يادونه وکړه چې د مسلسو يرغلونو لاسوهنه پکې ډېره ده همدا ډول ځينې کتابونه دې ور اضافه شي د احاديثو يو يا دوه کتابونه، د مبارک (عليه سلام) سيرت او اسلامي تاريخ دې د نصاب برخه او څو صنفونو کې تدريس شي ځکه محصلين مو د دين له آدرسه کم معلومات لري او ډېر کله دغه کمي بيا په مسائلو کې د شکوکو پيدا کېدو لامل کيږي او ډېر کله بې ځوابه کيږي خواله رسنۍ کې يوه ويډيو مخې ته راغله چې د کرکټ پېشاور زلمي ټيم په دوبۍ کې يو مجلس جوړ کړی او يو هندي کمېډن/مزاقي يې ورته را بللی هغه له يوه پښتون لوبغاړي پوښتي چې څو کلن يې؟ پښتون ورته وایي 22 کلن! بيا ترې پوښتي واده دې کړی؟ د پښتون جواب هو وي هندي کمېډن بيا ترې پوښتي پښتانه دومره ژر واده ولې کوي؟ پښتون ځواب ورکوي چې کورنۍ يې ډاریږي څو خراب نه شي! دا جواب له يوه لحاظه که وګورو ښه دی خو په بل لحاظ غيرې مسلم داسې فکر کوي چې ګواګی اسلام خداي مه کړه د شهوت پرستۍ دین دی ياد لوبغاړي که له اسلام معلومات درلودی ورته ويلي به يې وو چې نکاح د الله رب العزت امر او د نبي (عليه سلام) سنت دی او د کورني ژوند جوړېدا سالم نسخه ده نو ځکه په نکاح کې تلوار کوو.
د مدرسې نصاب کې که څه هم پکې اغيار لاس وهنه نه شي کولای ځکه د جوړېدا واک يې علماؤ سره وي خو ځينې مضامين داسې دي چې د اکثرو علماؤ په نظر د وخت اړتيا وه خو اوس يې په نصاب کې شتون هېڅ مفاد نه لري لکه منطق د دې مضمون يو وخت ضرورت ډېر وو او دور يې وو مخالفينو سره به پرې مناظرې ډېرې کېدې زما په نظر که د منطقو پر ځاي د نړۍ والو ژبو ، کمپيوټر زده کړې ته څو درجو کې ځانګړي ساعتونه خاص کړل شي. همدا ډول سيرت او اسلامي تاريخ هم د مهمو مضمونو له جملې وشمېرل شي، جالبه دا ده چې سيرت تنها اوس په څلورمه درجه تدريس کیږي او منطق دوه درې درجو کې شتون لري ځينې شايد ووايي چې سيرت له ځان سره هم مطالعه کولای شي خو بايد ووايو چې کوم باريکۍ او نکتې د استاذ له لور په تدريس کې درته معلوميږي په ځان ته مطالعې کې يې نه شې پيدا کولای
او يو مهمه بله موضوع چې بايد مخکې مې يادونه کړې وی هغه د ليکوالۍ زده کړه ده بايد هم په ديني او هم په عصري مراکزو کې کورس يې جبري شي ځکه مونږ په دې برخه کې انتهايي غریبان يو دز مونږ ليکوالان عربي لیکوالانو ته په طمعه وي چې که څه وليکي مونږ به يې وژباړو زه وايم دا مهارت مونږ ولې ځان کې پيدا نه کړو تر کله به بل ته طمعه او انتظار کوو؟ بايد په هېوادنۍ ژبو کتابونه وليکو څو نور زمونږ د کتابونو ژباړې ته ضرورت حس کړي .
دا او کېدای شي نور ډېر مواد وي چې ځاي کول ، لغوه کول يې هم اړتيا وي او هم مفيد تمام شي ما صرف هم دا درک کړل که تاسو محترمو ته معلوم وي بايد ويې نه سپموو مشرانو سره د مشورې او نظر په توګه يې شریک کړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *