بېلابېلې لیکنې

تنوع ددې نړۍ ښکلا ده

دا نړۍ لوی څښتن داسي جوړه کړې چي ډېر څه یې يو د يو بل برعکس پيدا کړي ، لکه تور سپين ،خواږه ، ترخه ، خندا ، ژړا

حنیفه زاهد
دا نړۍ لوی څښتن داسي جوړه کړې چي ډېر څه یې يو د يو بل برعکس پيدا کړي ، لکه تور سپين ،خواږه ، ترخه ، خندا ، ژړا او داسي نور.
چي په دې رنګيني کي ددې نړۍ ښکلا را څرګندېږي ، د انسانانو نژادونه ، ژبي ، غوښتني او
فکرونه هم سره ډېر توپير لري همدا فطرتي توپير دی چي هر چا ځانته بېل بېل قانون ، کلتور او
تګلاره جوړه کړې او هر څوک په دغو امتيازاتو ډېر خوښ او د ځان لپاره ئي وياړ بولي دا به ګرانه او بې خونده وي چي ټول د دنيا خلک په يوه ژبه ګړېږي په يو ډول جامې اغوندي او دخوړلو پخولو لاري چاري ئي سره يو شان ته وي ، تګلاره جوړول رسم رواج د خلکو د خپلو فکرونو زېږنده ده چي سم او ناسم ښاخونه لري .
موږ افغانان هم خپل رسم رواج لرو په هغه باندي وياړو او د خپلې ځانګړتيا لپاره د يو بيرغ حيثیت ورکوو ، چي ډېره برخه یې د اسلامي اساساتو په چوکاټ کي دننه جوړه شوې ، ډېر کم داسي څه لري چي له مذهبي ټکو سره په ټکر کي دي چي يو زموږ له مذهبي او کلتوري بنيادونو څخه پرده کول دي چي دا زموږ د دروندوالي او عزت ساتلو لپاره يوه ښه وسيله او دخلکو ټينګ عادت ګرځېدلی ، خو زموږ څو ناخبره خویندی له دغې اسلامي فرمودې او افغاني شعار څخه ځانونه پردي کوي ، نفرت ځيني لري او په پردي رنګ باندي ځان رنګوي او هغه د ويښتوب او پرمختګ يوه نوي لاره بولي
دا به د دغو خویندو ذهني کمزوري او د دښمن د دسېسو يو څرک وي ، چي ورته وګورو زموږ پر هيوادوالو ډېري سختۍ تېري شوي زموږ خویندو له کلونو کلونو راهيسي کړاوونه ګاللي ، کونډي شوې ، بې کوره شوې ، زامن او وروڼه ئي
له لاسه ورکړي پر يوه ځای یې دکورنۍ ډېر غړي په بمبارونو کي شهيدان شوي ، دغه ښځي چي ځان دښځينه وو غمخوري بولي او دچادري دروندوالی ئي ورباندي پېرزو نه دی په همغه غملړلي وخت کي چيرته وې چي ږغ ئي پورته کړی وای ، دنيا ئي خبره کړې وای دا ګيله یې کړې وای چي موږ کومه ګناه کړې چي ډېر له لېري پردي پوځونه راغلي او موږ په خپل کور کي ټکوي ، تر دې چي د خپلي مور او انا ټکري او
چادري ته اور ورته کوي دا به ضروري وه چي د يرغلګرو بيرغ ته یې اور ورکړی او سوځولی ئي وای.
دا تر لمر سپينه خبره ده چي دښمن اوس هم موږ په ارامه نه پرېږدي ،استعمارګر هر وخت ديوې ټولني له ټيټو او ناخبره خلکو څخه د ځان په ګټه کار اخلي دا ښځي چي له اسلامي احکامو ناخبره ، د پرمختګ لاري نه پېژني او د دښمن دسېسي نه ورمعلومېږي په اساني سره ئي څوک راپورته کولی شي او دخپلو فاسدو مفکورو تاثيرات په منلی شي اوپه ښو خلکو کي یې شيندي چي له دغي لاري څخه مو په هيواد کي بې نظمي او ناارامي راپيدا کوي ، اوبه خړوي او
کبان په کي نيسي .
زه له ټولو وروڼو او خویندو څخه داهيله لرم ، زارۍ ورته کوم او دمنلو په صورت کي دعاء ورته کوم نن چي مو هيواد تر يوه حاکميت يوې قوماندې لاندي راغلی هيوادوالو لږ څه د ارامۍ
سا اخيستې ، ځاني تلپات مو نشته ، دغلو او سړي تښتونکو مخه نيوله شوې ده نو ددغه لوی نعمت شکره اداء کړئ ، د اختلاف او شورش بلاوي مه راويښوئ ، خپل خلک مو دنيا ته د جګړ مارو او هيواد مو د ناارامه هيواد په بڼه مه ښياست چي دا به هرو مرو ددې خاوري په زيان تمامه او تاسو به هم په کي وزورېږئ .
ګرانو خویندو !
تاسو په دقت فکر ورته وکړئ چي مترقي نړۍ له کومي لاري ترقي ته رسېدلې ؟ د سکرټ ، پتلون او فېشن د ښکاره بڼي له لاري او که د نويو څېړنو ، ساينسي تجربو او تخنيکي پرمختګ په مرسته ، موږ ته دا ضروري ده چي
د پرمختګ اصلي عواملو ته لاس وروغزوو او په پرمختلليو خلکو پسي څو ګامه خو وردمخه شو .
ګرانو اودرنو خویندو !
موږ شکر ډېري مودې مسلمان پاتي شوي په اسلام کي ټول حکيمانه احکام دي تاسو یې په غور وګورئ،ځان وپوهوئ ددښمن په دروغجنو تبليغاتو مو ځان مه سرسامه کوئ خپلي غوښتني د تير په څېر په سپین سترګي او نامناسب ډول مه ښکاروئ ، اسلام تاسو ته پوره پاملرنه کړې پر تاسو ئي زده کړه لازمه کړې تاسو ته ئي د کاراجازه درکړې خو تاسو ښه متوجه شئ زيار وباسئ
په رښتني ډول پوره زده کړه وکړئ او هم کار هغه کار وکړئ چي اولس ته ئي ګټه ورسېږي داسي نه چي تاسو په دې بسنه وکړئ چي زموږ غوښتني پوره شوې له کوره بهر راووتلو نور خپل مرام ته ورسېدو او بس ، چي دا ډول به دلوی رب ناشکري او له خپل ځان او خلکو سره لويه جفا او ظلم وي ، په پای کي يو وار بيا درته وايم چي خپل اسلامي او افغاني امتيازات وساتئ چي تاسو ورباندي ښه ښکارئ ، موږ له نړۍ سره پخلا يو راشه درشه ورسره وغواړو خو پکښي ورک او منحل کېږو نه او خپل ځان داسي ټيټ نه احساسوو چي خدای مه کړه زموږ هرڅه بې ارزښته دي او د نورو په تقليد خوشاله کېږو .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *