افغانستان

تورخم ګمرک کې د قیمتي ډبرو د قاچاق مخنیوی وشو

ماليې وزارت د ننګرهار په تورخم ګمرک کې د یو اندازه قیمتي ډبرو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړی دی.

یاد وزارت په خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې د تورخم ګمرک د صادراتو برخې منسوبینو پرون د یو اندازه قیمتي ډبرو د قاچاق مخنیوی کړی، چې په يوه بار وړونکي موټر کې ځای پر ځای شوي وو.د سرچینې د مالوماتو له مخې په دې قیمتي ډبرو کې ۴.۱۸ کیلو ګرامه د بیروج، ۹۷.۵۰ کیلو ګرامه… 5مخ

د لیتیم، ۵.۳۰ کیلو ګرامه د ګل سولر او ۹۳۰ کیلو ګرامه د نفرایټ ډبرې شاملې وې، چې غوښتل یې پاکستان ته یې قاچاق کړي.

ماليې وزارت همدارنګه ویلي، چې یاده قضیه د نورو څېړنو لپاره امنیتي ارګانونو ته سپارل شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *