افغانستاناقتصاد او رغونه

تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۱۳۱زره ټنه انتقالات شوي

په تېره یوه اونۍ کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې نږدې ۱۳۱زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اونۍ د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۱۳۰ زره ۸۶۰ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په یاد توکو کې ۱۴۷ زره ۴۷ ټنه توکي صادر شوي، چې لویه برخه یې وچه میوه ده. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي اداره وايي دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *